۸صبح، کابل: په بلغاریا کې د ۱۸ پناه غوښتونکو مړي چې افغانان دي، د لرګیو په یوه کانټینر کې موندل شوي دي.
د بلغاریا د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پولیسو جمعه د اپریل په ۲۸مه د دغه هېواد د پلازمېنې صوفیې په څنډو کې د دغو کسانو جسدونه وموندل.
د پولیسو په وینا، یوه ځایي اوسېدونکي دوی ته په صوفیې ښار کې له لوکورسکو سیمې 20 کیلومتره لرې د یوه پرېښودل شوي کانتینر د درېدو خبر ورکړ.
د بلغاریا د پولیسو لومړني معلومات ښیي چې لږترلږه ۵۲ کسان په ناقانونه توګه په دې کانټینر کې لیږدول شوي چې تر لرګیو لاندې پټ شوي وو.
ویل کیږي چې دغو کسانو د اکسیجن د کموالي له امله تر موندل کېدو ۱۲ ساعته مخکې ساه ورکړې.
د پولیسو په راپور کې ویل شوي چې دغو کسانو له څو ورځو راهیسې خواړه نه دي خوړلي.
په قربانیانو کې یو شپږ یا اوه کلن ماشوم هم شامل دی.
د شمېرو له مخې، دا د بلغاریا په تاریخ کې د کډوالۍ تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د بلغاریا د ملي پلټنو ادارې رییس بوریسلاو سرافوف ویلي، د دغو پناه غوښتونکو مړي هغه مهال وموندل شول چې کنګل شوي وو.
په ورته وخت کې د بلغاریا پولیسو د پنځو ماشومانو په ګډون ۳۴ نور پناه غوښتونکي چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی، روغتون ته لېږدولي دي.
ويل کېږي چې دغه کسان څو ورځې مخکې له ترکيې د يوې زينې په وسيله د پولې له اغزن تار څخه تېر شوي او دغه هېواد ته ننوتلي وو.
د بلغاریا پولیسو ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
نیول شوي کسان تر دې وړاندې هم د انساني قاچاق په تور نیول شوي وو.
بلغاریا هغه لاره ده چې له منځني ختیځ او افغانستانه د کډوالو لخوا لوېدیځې اروپا ته د ننوتلو لپاره کارول کېږي.
تر دې مخکې په اتریش کې د لویې لارې په اوږدو کې ۷۱ کډوال په یوه کانټینر کې د لېږدولو پر مهال مړه شوي وو.