۸صبح، کابل: د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو په یوه بیانیه کې په بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزې څېړنې او تعقیب غوښتنه کړې ده.
په جنیوا کې د افغانستان ډیپلوماټیکي استازولی په خپل ټویټر پاڼه د یکشنبې په ورځ د سلواغي په ۳۰مه د دغه هېواد د ډیپلوماټیکو استازولیو د اعلامیې متن خپور کړی دی.
په دې اعلاميه کې د ۱۸ افغان اتباعو مړي په بلغاريا کې په يوه پريښودل شوي لاری کې د پیدا کېدلو په هکله سخته اندېښنه ښودل شوی ده.
د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو په وینا، دا پیښه ښیي چې افغان کډوال په سخت وضعیت کې یوازې پرېښودل کېږي.
په اعلامیه کې له بلغاریا غوښتل شوي چې د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ د قربانیانو د ژوندي پاتې شویو کسانو ساتنه وکړي او هغوی ته پناه ورکړي.
افغان دیپلوماتیکو استازولیو د دغې زړه بوږنونکې او خواشینونکې پېښې په اړه له ملګرو ملتونو غوښتي چې په بلغاریا کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د بلغاریا څارنوالانو په دې وروستیو کې په بلغاریا کې په یوه موټر کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په تړاو د ۶ کسانو د نیولو اعلان وکړ.