۸ صبح، کابل: یو شمېر افغان خبریالانو د ایران په پلازمېنه تهران کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د افغان خبریالانو وضعیت ته د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی شنبې د سلواغي په ۲۹مه په یوه بند ځای کې احتجاجي غونډه وکړه.
په ایران کې افغان خبریالان وايي چې له څو میاشتو راهیسې بی برخلیکه دي او کومو بنسټونو چې له دوی سره یې نورو هېوادونو ته د لېږدولو ژمنه کړې، تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.
دوي وایې: «د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو او هېوادونه لخوا هېر شوي یو».
په ایران کې میشت افغان خبریالان د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو هېوادونو او بنسټونو له دغه هېواده د دوی د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کوي.
د نن تایید شویو شمیرو پر بنسټ دا مهال څه باندې ۸۰ افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره په ایران کې ژوند کوي. وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړه، دوی خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ته د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته تللي دي.