د دولت د مرکچي پلاوي ځينې سرچينې وايي چې حکومت د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د سولې خبرواترو د آسانۍ او پرمختګ لپاره د ملګروملتونو د منځګړيتوب وړانديز کړی دی. خو طالبانو په دې اړه لا تراوسه په څرګند ډول څه نه دي ويلي. د دولت په مرکچي پلاوي کې د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې د ملګروملتونو د منځګړيتوب په اړه بحثونه شوي ؤ. دغه سرچينه زیاتوي چې طالبانو په ځینو دلایلو د ملګروملتونو د منځګړيتوب رول نه دی منلی او د رد ځواب يې ورکړی دی. خو طالبانو ډله وايي، کله چې بين الافغاني مذاکرات پيل شول نو دواړو لوريو هوکړه وکړه هرهغه هېواد چې د سولې مذاکراتو کوربتوب کوي، همغه هېواد کولی شي چې د آسانچاري په توګه عمل وکړي. طالبان د ملګروملتونو د رول په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې قطر د منځګړيتوب په اړه ځيني وړانديزونه لري او هغوی هم له ارزونو او د حدودو له ټاکلو وروسته دې هېواد ته مثبت ورکړی دی. په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي یو ځل بیا د سولې په تړاو خپل سفرونه پيل کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تمه ده چې خليلزاد د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په برخه کې خپلو جدي هڅو ته دوام ورکړي.
د سولې خبرې اترې له څو میاشتو وروسته بيا پيل شوې او د دواړو لوريو د تماس ډلو له څه مودې راهيسې ناستې کړې دي. له دې وړاندې ځينو سرچينو ويلي ؤ چې دواړو لوريو د اساسي موضوعاتو په اړه خبرې اترې پيل کړې دي. په ورته وخت کې سرچينو زياته کړې چې د سولې خبرې په چټکۍ سره روانې دي، نو په همدې دليل، د افغان مرکچي پلاوي د يوه غړي د معلوماتو له مخې، افغان دولت د سولې خبرواترو بهیر د چټکوالي لپاره د ملګروملتونو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده او دا موضوع يې د طالبانو پلاوي ته هم وړاندې کړې ده. د دولت مرکچي پلاوي د دغه غړي په باور، ملګري ملتونه د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ښه او بې پرې رول لوبولاي شي. دغې سرچينې ۸صبح ته وويل چې په همدې دليل افغان دولت د ملګروملتونو د منځګړيتوب غوښتنه کړې؛ خو دغه وړانديز لا تراوسه د طالبانو لخوا نه دی منل شوی. له دې مخکې ځينو سرچينو دا منلې وه چې په وروستيو ورځو کې د مرکچي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ ډېری بحثونه د ملګروملتونو د منځګړيتوب په اړه ؤ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجیې انوري ومنله چې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره يې د ملګروملتونو د منځګړيتوب په تړاو خبرې کړې دي. هغې ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې افغان دولت په دې برخه کې خپل دريځ روښانه کړی او اوس طالبان بايد پرېکړه وکړي چې د منځګړي او آسانچاري په توګه د ملګروملتونو رول مني او که نه؟ مېرمن انوري د سولې په خبرواترو کې د آسانچاري په توګه د ملګروملتونو رول يوه اړتيا وګڼله او زياته يې کړه چې دا د مذاکراتو پرمهال د يوه اصل په توګه اړتيا ده. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې يادونه وکړه چې په تېرو لسو مياشتو کې د سولې مذاکراتو دومره د پام وړ پرمختګ نه درلود او خلکو چې له دې مذکراتو کومه تمه لرله هغه نه ده ترلاسه شوې. په ورته وخت کې هغې زياته کړه چې د طالبانو لوری د سولې خبرو لپاره لازمه ژمنتيا نه لري. مېرمن انوري ټينګار وکړ، د دې لپاره چې د سولې مذاکرات چټک شي او پر موضوعاتو په اساسي ډول خبرې وشي، نو يوه منځګړي او آسانچاري ته اړتیا ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولايت ته د سفر پرمهال وويل، سره له دې چې د افغانستان خلک او دولت سوله غواړي، خو طالبانو جګړه او تاوتريخوالی زیات کړی دی. هغه پر طالبانو نيوکه وکړه او له هغوی یې وپوښتل چې د څه او د چا لپاره جګړه کوئ او د هېواد بېخ بنسټونه ویجاړوئ؟ نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د شريعت په اساس د سولې خبرواترو ته حاضر شي او له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي.
په ورته وخت کې د طالبانو ډله وايي، کله چې دواړه لوريو د سولې مذاکرات پيل کړل، هوکړه يې وکړه چې په منځ کې به منځګړی نه وي او په هر هېواد کې چې دا خبرې پيل شوې نو هماغه هېواد د آسانچاري په توګه عمل کولای شي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې په دې ورځو کې چې مذاکرات دوام لري، کوربه هېواد «قطر» د آسانچاري په توګه عمل کوي. خو هغه د ملګروملتونو د منځګړیتوب په اړه په ځانګړې توګه ځواب ورنه کړ. محمد نعيم زياته کړه چې په وروستيو ورځو کې قطر په دې اړه ځينې وړاندیزونه لرلي دي چې په مذاکراتو کې د منځګړي رول ډېر شي او لا ډېره همکاري وکړای شي. هغه څرګنده کړه چې دغه وړانديزونه د طالبانو د پلاوي له لوري ارزول شوي او د منځګړيتوب لپاره د حدودو په ټاکلو يې د قطر غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی دی.
د افغانستان د سولې لپاره پرلپسې هڅې
د دولت مرکچي پلاوی په داسې حال کې د ملګروملتونو د منځګړيتوب پر رول ټينګار کوي چې د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د غبرګولي په۱۸مه قطر، ازبکستان او پاکستان ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پيل کړ. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تمه ده چې زلمی خليلزاد د دغه سفر پرمهال د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو خپلو پرلپسې او جدي هڅو ته دوام ورکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې خليلزاد به د سولې له بهیره د امريکا د ملاتړ د يوې برخې په توګه له ټولو لوريو، سيمه ييزو او نړيوالو ښکېلو هېوادونو سره د سولې د هوکړې لپاره کار وکړي. په ورته وخت کې دغه وزارت زياته کړې چې د اړخونو ترمنځ هوکړه يوه بېړنۍ مسئله ده او بايد زر تر زره د مذاکرې له لارې پر يوې هوکړې سره سلا شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې افغانستان او سيمه کولی شي ډېر زر د سيمه ييزو همکاریو په ګډون د سولې له ګټو برخمن شي.
د سولې مذاکرات د تېر کال د وږي مياشتې په ۲۲مه نېټه پيل شول. سره له دې چې له دغه بهیره څه باندې يو کال تېرېږي، خو دواړو لوريو کومه د پام وړ پايله نه ده ترلاسه کړې. که څه هم د تېر کال په ليندۍ مياشت کې قطر د آسانچاري په توګه خپل رول ولوباوه خو لکه څنګه چې ليدل کېږي، د آسانچاري په توګه د ياد هېواد رول ډېر ګټور نه ؤ او دا هېواد نه دی توانېدلی چې د سولې بندون مات کړي. اوس دغه خبرې اترې نوي پړاو ته د ننه شوې دي. طالبان مذاکراتو ته حاضر شوي او ورسره هم مهاله د دې ډلې ځينو مطرح څېرو ايران او روسيې ته سفرونه کړي دي. د سولې خبرې اترې داسې مهال له سره پيل شوې چې طالبانو جنګ او تاوتريخوالی زیات کړی او اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخيستی دی. طالبانو يوازې په تېرو دوو مياشتو کې له سلو زیاتې ولسوالۍ نيولې دي.