نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د نړۍ د ټنیس لوبې مشهور لوبغاړی نواک جوکوویچ اسټرالیا کې د پاتې کېدا په موخه په محکمه کې له وروستیو هڅو سره سره له دغه هېواده ایستل شوی دی.
د بيبيسي نړیوال تلویزیون د راپور له مخې، د جوکوویچ د اخراج او د نوموړي د ویزې لغو کېدو لامل د کرونا واکسین نه لګول ښوول شوي دي.
ویل شوي، چې د ټنیس دغه مشهور ستوري د اسټرالیا حکومت د محکمې حکم منلی او په یوې الوتکه کې دوبۍ ته تللی دی.
د اسټرالیايي رسنیو د راپور له مخې، له محکمې بهر د جوکوویچ مینه والو د اعتراض په بڼه سکوت کړی، ځکه د نوموړي د اخراج پرېکړه د لوبو د پرانیستنې په درشل کې شوې ده.
د اسټرالیا لومړي وزیر اسکات موریسون د مرزونو د قوي ساتنې او د استرالیا د امنیت ټينګښت په موخه د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو حکومت یې د دې موضوع له کبله په هېواد دننه او بهر له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.
نواک جوکوویچ د اسټرالیا د ټنیس ازادو لوبو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و او د کرونا واکسین د نه لګولو له کبله یې ویزه لغو او له دغه هېواده وایستل شو.