۸صبح، کابل: د استرالیا د پارلمان غړو په یوه غونډه کې د احمد شاه مسعود د ۲۱ تلین له امله مراسم ترسره کړل.
دغه کنفرانس «له هسکو او ټیټو ډک افغانستان: د طالبانو د بیا واکمنۍ یو کال» په نوم جمعه د وږي پر ۱۸ د مسعود بنسټ او د استرالیا د پارلمان یو شمېر غړو له خوا جوړ شو.
په ناسته کې د پارلمان غړو او د نیو ساوټ ویلز ایالت د پارلمان غړو او د کلتوري چارو وزیر ګډون وکړ.
د احمد شاه مسعود بنسټ مسوول بلال سنګي د ۲۱ تلین د لمانځغونډې موخه د طالبانو له یوه کال واکمنۍ راهیسې پر افغانانو د ظلم، جنایت او پلان شویو جرمونو منعکسول بولي.
د استرالیا د پارلمان افغان توکمې غړې فاطمې پیمان پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره د ښځو پروړاندې پر توپیري چلند نیوکه وکړه.
په دغه پروګرام کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې، د شننې لپاره ګردی مېز او د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې څېړل، ویډیویي نندارې او دودیزه موسیقي شامل وو.
په دغه پروګرام کې د افغانستان د ښځو حقونو، جبري کډه کول، د ملکیانو نیولو او وژلو په برخه کې د طالبانو د کړنو په اړه خبرې شوې دي.
احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي پر ۱۸ تخار ولایت کې د دوو عربانو په ځانمرګي برید کې ووژل شو.