د داسې مدرن ژوندانه لپاره هلې ځلې چې د سیمې او نړۍ له مروجو نمونو سره برابرې وي، په څویم ځل له ناورین سره مخامخېږي. د ټولنې وروسته پاتي ټبر ته د واک لېږد، د ګوډ ملا پاتې شوني او هغه کسان چې له یوې پېړۍ زیاتې مودې راهیسې د دغو هڅو پر وړاندې ولاړ دي، د دغه ناورین اصلي بڼه ده. رسنۍ، بنسټونه او محدود امکانات په څویم ځل داسې ځواک ته په لاس ورځي، چې له ورانۍ پرته له بل څه سره بلد نه دي. هغوی د بدلون نښې له منځه وړي او بدلون ته غځېدلې لار تړي.
پرمختګ ضد وګړو ته د واک لېږد په یوه فرصت اوښتلی شي؛ خو که د پرمختګ پلویان او هغه کسان چې ځان د ازادۍ غوښتنې مبارزان ګڼي، مبارزه پيل کړي، له خپل مسیر څخه وانه وړي او له طالبانو سره ځان یو نه کړي. د پرمختګپالو ځواکونو فکري انحلال د دغه ناورین لوی خطر دی. دا انحلال پخوا هم څو ځلې رامنځته شو. وروستی هغه يې په ۱۳۷۰ لمریز کال کې د قومي او تنظیمي جنګونو او هغه څه چې تر بُن کنفرانس وروسته وشول، تجربه شول. په لومړي مورد کې ډله ډله غیرقومي او غیرتنظیمي ځواکونه له متعصبو تنظیمونو سره یوځای او په سیاسي ډنډ یا منجلاب کې ډوب شول. د بُن تر کنفرانس وروسته چې «ولسواک نظام» د واک د وېش له مخې قومي زورواکو ته په لاس ورغی او د دغه «بدلون» لوکوموتیف ډالر او بهرنی ملاتړ و، مترقي ځواکونو او هغوی چې فکر یې کاوه، د قومي تعصب او تنظیمي ډلو ټپلو له لارې پایدار حکومت نه شي جوړېدای او بومي ولسواکي نه شي رامنځته کېدای، د بدیلې یا دویمې لارې په لټون پسې نه شول. دوی د پروژو له شاتو ځان ونه شو ژغورلی، چې د بنسټونو، سازمانونو او غښتلیو ګوندونو په جوړولو ملي – ډموکراتیکې مبارزې د پوهاوي لار وغځوي او غیرقومي او غیراستبدادي حکومت ته لاره هواري کړي. هغوی د شمېر له مخې زیات وو؛ خو د پوهاوي او راټولېدو له مخې لا سم نه و غښتلي شوي.
نن سبا چې طالبانو یو ځل بیا پر واک منګولې ښخې کړې، د زده کړو، ازادۍ، بشري حقونو او ولسواکۍ له بهیره پاتې هر افغان وجدان ته يې ټالۍ غږولې، په دې نږدې یوه کال کې باید په زرګونو سړيو او ښځو د طالبانو پر ضد مبارزې ته رادانګلي وای؛ خو بیا هم د انحلال تازه پړاو رارسېدلی دی. د ازاديپالو او ولسواکو مبارزانو اولادونه ورو ورو په خپلو قومي طالبانو پسې درېږي او ورانۍ، ورور وژنې او قومي او مذهبي ترهګرۍ ته ملاتړ تړي. د دغه ملاتړ پایله روښانه ده. ډېری خپلواک لوستي شخصیتونه او په پرمختګپالي بهیرونو پورې اړوند سیاستوال او فرهنګیان چې په جهادي تنظیمونو کې یې یو د بل پر وړاندې سنګر نیولی و، لا ژوندي دي او ځینې يې د پروژو اخیستلو تجربې هم له ځان سره لري. هغوی څه ترلاسه کړل؟ کومې ډلې يې په تېرو څو لسیزو کې خپل قوم، ټبر، ژبه، سمت یا اړخ او فرهنګ وژغوره؟
د هېواد پرمختګپالي بهیرونه د ناهیلۍ له مخې دغه ډنډ ته لوېدلي دي. هغوی نور په پرمختګپالو هیلو پورې زړه نه تړي او لرلید هم نه شي درلودای. هغه ځواک چې هیله وبایلي، په روان وضعیت کې منحل کېږي. امید د لرلید حاصل دی. هیله من انسانان د سبا څرک لیدلی شي، له همدې کبله طالباني او تنظیمي سیالیو ته غاړه نه ږدي. څنګه میلیوني وګړو ته د هیلو ډیوه بلولی شو؟ په زرګونو متخصص، روڼاندي، لیکوال، سیاستوال او مدني فعالان پوهولی شو، چې د بریا لومړی ګام بیا راپورته کېدل او د هیلو د بیرغ هسک ساتل دی؟