۸صبح، کاپیسا: کاپیسا کې سېلاب ځپلو له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
کاپیسا کې ځيني سېلاب ځپلو یکشنبه د زمري پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، چې د دغه ولایت نجراب او تګاب ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو درېیمه ورځ ده؛ خو لا یې هم چا لاسنیوی کړی نه دی.
د دغو سېلاب ځپلو په خبره، سېلابونو ۲۲۰ استوګنځي، ۴۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۱۱ زره نیالګي له منځه وړي دي. دغه راز ۴۶۷ څاروي هم تلف شوې دي.
سېلاب ځپلو پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې مرسته ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم وروستیو سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.