تر دا مهاله داسې نښه چې د غزې د جګړې پای ته رسېدل وښيي، نه یوازې نشته، بلکې اسرائیل د ټولې غزې د ترلاسه کولو او هغه څه چې د حماس د بنسټونو لمنځه وړل بلل کېږي، چمتوالی نیولی دی. حماس هم غلی نه دی ناست او په پرلپسې ډول پر اسرائیلو راکټونه غورځوي. د جګړې د بندولو لپاره د دولتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه د ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول د اسرائیلو له لوري جدي نه ده نیول شوې. حماس چې اوس په کمزوري حالت کې دی، کېدای شي د جګړې بندولو ته رضایت وښيي، خو د بنیامین نتانیاهو دولت شاتګ نه کوي او د غزې اوسېدونکو ته یې د وتلو ګواښ کړی ترڅو وکړای شي دغه سیمه په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راولي.
په دې مینځ کې، د غزې د جګړې په هکله د عربستان د غبرګون په اړه پوهېدل دې ته په پام چې په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري، د ارزښت وړ ده. مهم ټکی د جګړې له خواوو سره د عربستان اړیکه ده چې له پېچلتیاوو سره مخ ده، داسې چې له اسرائیل سره د اړیکې د ټینګښت په لټه کې دی، خو سره له دې چې له حماس سره یې په تېر کې دښمني درلوده، تازه یې ورسره د تعامل ور پرانېستی دی. خو، د فلسطین له خپلواکه ادارې سره له ډېر پخوا نه تر دا مهاله ښې او ټینګې اړیکې لري.
د غزې د جګړې په هکله د عربستان د غبرګون په اړه درې پوښتنې رامینځته کیږي:
- ایا د غزې جګړه د عربستان لپاره زیان راوړونکې ده؟
د غزې جګړه- د پراخوالي او دوام په صورت کې- د عربستان په شان کېدای شي د بل هېڅ هېواد لپاره درنه او زیان راوړونکې ونه اوسي، هغه هم په دوو لاملونو:
۱-۱د ۲۰۳۰ لیدلوری
ریاض په ۲۰۱۵ کال کې د اصلاحاتو برنامه چې په ۲۰۳۰ لیدلوري نامتو ده، تر لاس لاندې ونیوله. د دغې مهمې پروژې بریا، نه روان وضعیت چې د سیمه ییز امن فضا یې ایجابوي. یو له لاملونو چې ریاض د یمن په جګړه کې شاتګ وکړي او له ایران او سوریې سره د اړیکو د پیلېدو لپاره رضایت ورکړي، د هغو موخو د پلي کېدو لپاره هڅه وه چې د 2030 لیدلوري په چوکاټ کې یې په لټه کې دی. که روانه جګړه پراخه شي او په سیمهییزه جګړې واوړي، ریاض اړ دی چې ډګر ته راووځي چې هغه مهال به، د ۲۰۳۰ د لیدلوري پلي کول له ځنډ سره مخ شي.
۲-۱ له اسرائیل سره سوله
په دې وروستیو کې د عربستان او اسرائیلو د اړیکو د عادي کېدو پروسه د امریکا متحده ایالتونو له لوري په جدي توګه څارل کېده او د جو بایډن دولت پلان درلود چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو د پرلاره اچولو وړاندې، موخې ته ورسېږي. ریاض او تل ابیب هم خوښ وو چې کېدای شي ډېر ژر به بریا ته ورسېږي. خو په غزه کې جګړې د ریاض او تل ابیب ترمنځ د سولې بهیر ټکنی کړ. ویل کېږي چې حماس د عربستان او اسرائیل د اړیکو د عادي کېدو په غبرګون کې، د سیمې وضعیت یې کرکېچن کړی دی. مهم ټکی، هغه امتیازونه وو چې ریاض له اسرائیل سره د اړیکو د ټینګښت نه وروسته د امریکا له لوري ترلاسه کول چې د روان وضعیت د دوام په صورت کې به د هغو ترلاسه کول له امکان نه لیرې وي. که چېرې دا شک سم وي، نو ریاض د غزې یو له قربانیان نه دی.
۲- د حماس له غورځنګ سره د عربستان پخوانۍ اړیکه څه ډول وه؟
له حماس سره د ریاض اړیکې ثابت وضعیت کې نه وې او تل له بدلونونو سره مل وې. لامل دا دی چې حماس په اساسي ډول د فلسطیني اخوان المسلمین یوه برخه ده او عربستان له دغه جریان سره ښې اړیکې نه لري. ریاض د حماس پر وړاندې، د فلسطین د خپلواک دولت له جوړېدو ملاتړ کوي او له رامنځته کېدو راپدېخوا تر ۲۰۱۶ کال پورې، په مېاشتني ډول ۲۰ میلیونه ډالره یې ورسره مرسته کوله؛ خو څو کاله کېږي چې داسې نه کوي. د عربستان او اسرائیل د اړیکو د عادي کېدو لپاره د هڅو له پیل وروسته، په یو شمېر رسنیو کې داسې ادعاوې وشوې چې ریاض له فلسطیني ادارې سره خپلې مالي مرستې بیا پیلوي چې لامل یې دا دی ترڅو د فلسطینیانو غبرګون ونه راپارېږي.
له حماس سره د ریاض اړیکه وروسته له هغه پیکه شوه چې دغې ډلې په ۲۰۰۷ کال کې، د فتح غورځنګ سره له شخړې وروسته، غزه یې په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستله. دغه راز، حماس له اسرائیل سره د « عربي سولې» طرحه چې په ۲۰۰۲ کال کې د عربستان له لوري چمتو شوې وه، ونه منله؛ کوم غبرګون چې د ایران د اسلامي جمهوري او د لبنان حزب الله د خوښې وړ و. ریاض تر هغې کچې وړاندې لاړ چې د عربستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عادل الجبیر، د بلجیم په پلازمینه د بروکسل په ناسته کې، د اروپايي چارواکو په حضور کې، حماس یوه تروریستي ډله وبلله. همداراز د عربي- امریکايي ګډه ناسته کې چې د ۲۰۱۷ مې کې په ریاض کې جوړه شوې وه، د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ، حماس یې تروریستي ډله وبلله او له عربي هېوادونو یې وغوښتل ترڅو د هغه غړي له خپلې خاورې وشړي. دغه غبرګونونه ددې لامل شول چې حماس تر ډېره په اسلامي جمهوري، حزب الله، قطر، ترکیې او اخوان المسلمین پورې ځان وتړي.
خو د ۲۰۱۵ په جولای کې، ریاض د حماس یو له مشرانو خالد مشعل کوربه و. دا هغه مهال و چې حماس له ایران او سوریې نه څه ناڅه واټن نیولی و او همداراز، په مصر کې د محمد مرسي حکومت نسکور شوی و. په ۲۰۱۹ کې، بیاځلي د عربستان او حماس اړیکه ترینګلې شوه او د هماغه کال په سپټمبر کې، په ریاض کې د حماس استازي محمدالخضري، له یوشمېر فلسطیني ښاریانو سره یوځای ونیول شو چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ کال کې خوشې شول. د ایران او عربستان د اړیکې د عادي کولو د تړون لاسلیک، له حماس سره د دغه هېواد اړیکه تر یوې کچې ښه شوه چې د روان کال په اپریل او جون مېاشتو کې، د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه، ددغه سازمان له یو شمېر غړو سره عربستان ته ولاړ او د حج د مراسمو د پرځای کولو سربېره د سعودي له چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.
۳- عربستان د جګړې له ګواښ نه په امن کې د پاتې کېدو لپاره به څه وکړي؟
ریاض یوازې دوه لارې لري:
۳-۱ منځګړیتوب
د جګړې د اور مړه کول د ریاض لپاره د ارزښت وړ ده؛ ځکه چې کولای شي د ۲۰۳۰ لیدلوري په چوکاټ کې خپلې موخې وڅاري او هم کېدای شي له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅې یې بې ځایه ولاړې نه شي. سربېره پر دې، منځګړیتوب کولای شي، له عربستان نه د سیمې په هینداره کې د یوه دیپلماتیک ځواک انځور نندارې ته وړاندې کړي. ایران چې د عربستان سیال دی، له حماس نه په ملاتړ تورن دی او په روانه جګړه کې هم تورن بلل کېږي، خو په دې برخه کې روښانه شواهد نه دي وړاندې شوي. خو عربستان د ایران پرخلاف غواړي، هغه ته د یوه ځواکمن سولې غوښتونکي په سترګه وکتل شي. نور هېوادونه لکه قطر، ترکیې او مصر د منځګړیتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی، خو د هېڅ یوه هڅه د عربستان د هڅې په شان ګټوره نه ده. په تېر کې د عربي نړۍ ناورینونه د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر، او د عراق د ولسمشر صدام حسین، له لوري مدیریت کېدل او دواړو په سر کې د عربي نړۍ د مشرتابه دعوا درلوده؛ په داسې حال کې چې هغه مهال د ریاض نفوذ او شتون دومره دروند نه و. اوس، د ناورین په کنترول کې د عربستان مسوولیت دروند دی؛ ځکه د عربي نړۍ او اسلام د مرکز په توګه دی او خبره یې په سیمه او لویدیځه نړۍ کې منل کېږي.
فلسطینیان په تېره په لویدیځه غاړه کې د خپلواکې ادارې تشکیلات د سعودي په مالي ملاتړ تړلي دي او همداراز اسرائیل له هغه سره د اړیکې عادي کېدو ته اړتیا لري. نو که چېرې د جګړې پر خواوو د نفوذ لرل شرط وي، نو دا نفوذ یوازې ریاض لرلی شي نه بل هېواد. له لویدیځې نړۍ سره د سعودي ملګرتیا هم د اسانتیاوو برابرول لامل دی. خو د غزې د جګړې دوام ښيي چې د منځګړیتوب ابزارو ته د مخه کولو لپاره فرصت نه دی پاتې؛ ځکه پر غزې بمبارۍ ورځ تر بلې زور اخلي او د فلسطیني د وژل کېدو شمېر زیاتیږي. له همدې امله، د منځګړیتوب هیله څه ناڅه د لنډمهال لپاره پیکه په نظر راځي.
۳-۲ له حماس نه پرته له فلسطینیانو نه روښه ملاتړ
له فلسطینیانو نه ملاتړ سره له دې چې د ریاض لپاره په اسلامي نړۍ کې باور ور په برخه کوي، خو اسرائیل او لویدیځ متحدین یې ناخوښه کوي. خو بیا هم د سعودي لپاره بل لاره نه ده پاتې پرته له دې چې له فلسطینیانو نه ملاتړ وکړي. ویل کېږي چې امریکايي چارواکو د ریاض له چارواکو غوښتنه کړې ده ترڅو د حماس برید وغندي، خو هغوی له دې کار نه ډډه کړې ده. دا ښيي چې سعودي له فلسطینیانو نه د ملاتړ لپاره اړ دی، حتی که چېرې له حماس نه په ملاتړ تعبیر شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره، د فلسطین د ناورین د پای ته رسولو لپاره حل لاره د دواړو هېوادونو د رامنځته کېدو لپاره د نړۍ منځګړیتوب مهم وباله. ریاض د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۲مه، د اسلامي همکاریو د سازمان د ناستې کوربه و چې مهمه پرېکړه یې، د غزې د محاصرې او د فلسطیني غیرپوځیانو د وژل کېدو غندل و چې هغه یې « جنګي جنایت» او د بشري او نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض وباله. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د لومړي ځل لپاره د ایران له ولسمشر محمد ابراهیم رییسي سره ۴۵ دقیقې ټیلفوني خبرې اترې درلودې چې دا کولای شي له فلسطینیانو نه د ملاتړ په لوري د څرخ ښکارندوی وي. دا په داسې حال کې ده چې حماس او اسرائیلو په هکله د ایران د اسلامي جمهوري او عربستان لیدلوري، له ځمکې تر اسمان پورې واټن لري.
په داسې شرایطو کې چې اسرائیل شاتګ نه کوي او د فلسطینیانو مظلومیت لا هم روښانه کیږي، ریاض د عامه افکارو قضاوت پر خپلو اوږو ښه احساس کولای شي؛ ځکه ځان «خادم الحرمین الشرفین» بولي. نو بله لاره نه لري پرته د فلسطینیانو ترڅنګ پاتې کېدل. پرته له دې، په سیمه کې د سعودي سیالان، په روانو شرایطو کې له فلسطینیانو نه دفاع د اسلامي هېوادونو لپاره یو مهم ازماېښت بولي چې د مسلمانانو له حقونو نه په دفاع کې به یې ارزونه وکړي او په پایله کې به، ریاض ناکامه شي.
پوښتنه داده چې له فلسطینیانو نه د ریاض ملاتړ به یوازې په خوله وي که په دې برخه کې به عملي ګام هم واخلي؟
له عربي نړۍ سره د اسرائیل په جګړو کې، ریاض په جدي توګه ګډون ندی کړی او د غزې جګړې ته به هم له مخامخ ننوتلو نه ډډه وکړي. یوازې د ۱۹۷۳ د اکټوبر په جګړه کې، له نفتو نه د ګټور فشار د ابزارو په توګه د اسرائیل د لویدیځ ملاتړو پر وړاندې یې ګټه واخیسته چې په دې برخه کې یې ډېر زیان ولید. که چېرې د غزې په شمال کې مېشت فلسطینیان سیمې پرېښودو ته اړې شي او د قربانیانو شمېر لا هم زیات شي او لویدیځ دولتونه له اسرائیل نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او جګړه د غزې او اسرائیل له پولو نه پراخه شي، کېدای شي عربستان د نفتي تحریم سیاست ترلاس لاندې ونیسي چې بې اغېزه به نه وي.