هغې د «ښځې، ژوند، ازادۍ» انقلاب لپاره، خپل اوږده او تاو تاو ويښتان دغوږونو په بیخ کې پرې کړي دي او نور خپل ټيکری چې تل به یې خپل ويښتان پکې پټول، تر خپلې غاړې نه تاووي. که څه هم په ایران کې ښوونځي ته د تللو حق نه لري، خو له خپلو ایرانيو ملګرو سره یې د ایرانیانو د ازادۍ او سولې لپاره کار کړی او کوي یې. هغې فکر کاوه، چې د نړۍ هومره پراخ وطن لري، په هر ځای کې چې د انساني ژوند کولو او د انسان د ازادۍ لپاره کار وکړي، هماغه ځای یې وطن دی. هغې ایران دویم کور نه بلکې خپل کور ګاڼه، هغه ځای چې له ټولو سختیو سره سره یې بیا هم د ارامتیا او په کور کې د اوسېدو احساس ورکاوه، د ارامتیا هغه احساس چې هغې د افغانستان په لارو او کوڅو کې ورک کړی و، هلته یې بېرته موندلی و. کله چې یې ایران ته د تلو پرمهال د خپلو هیلو باغچه د کابل- نیمروز پر لاره پریښي وه، د ایران په خاوره کې یې په قدم وهلو او هلته یې په ژوند کولو سره فکر کاوه، چې د خپل ژوند خالي ټوکرۍ به له نویو هیلو ډکه کړي. خو له بده مرغه چې هېڅ ځای د هغې لپاره وطن نه شو. هغه په نړۍ کې ترټولو بې کوره وګړې ښکاري. په ریښتیا هم چې افغان انسان بې وطنه دی. هغوی چې په افغانستان کې شپې سبا کوي او هغوی چې له خپلې خاورې خورا ډېر لېري دي، دواړه بې وطنه دي، دواړه جلاوطنه دي. څوک چې په وطن کې دي، خپل وطن د پردي وطن په څېر ورته ښکاري او څوک چې له وطنه لېرې دي، بې ځایه کېدو پراخه نړۍ ورته تنګه کړې ده.
بې ځایه شوې زینب هغه نجلۍ ده چې ان ونه توانېده په افغانستان کې ښوونځی پای ته ورسوي او ایران ته په دې هیله کډواله شوه چې په دغه هېواد کې یې نوي ژوند په انتظار دی. خو ایران د هغې د ژوند تر ټولو غمجن ځای شو. هغه وايي: «کله چې په خپل هیواد کې یې، مهمه نه ده چې څوک تاته هر څومره بد ووايي، ته یې په اړه هیڅ فکر نه کوې او نه په غوسه کیږې، په ځواب کې یې یوه خبره کوې او کیسه همالته ختمېږي او په زړه کې دې کینه او رخه نه پاتې کیږي، خو په کډوالۍ کې سخته ده، هره ترخه خبره دې په زړه کې د ناسور ټپ په څېر پاتې کیږي.» هغه په افغانستان کې اوسېده، هلته چې شپه به یې په جګړې او ورځ به یې د طالبانو په وحشت کې تېروله. اوس په کډوالۍ کې هم شپه او ورځ په وېره کې تیروي.
په دې ورځو کې چې په ایران کې د کډوالۍ ضد اور لګېدلی او یو شمېر ایرانیان په بېلابېلو ډولونو افغانانو ته سپکاوی او توهین کوي، زینب هم له دغو سپکاویو لېرې نه ده پاتې شوې. هغه په دې اړه وايي: «ورور مې په کارخونه کې کار کوي، البته په لږو پيسو. که موږ په افغانستان کې وای، دا ډول کارونو ته یې ورکتل هم نه، خو دلته هغه ځي او کار کوي او د خپل کار د څښتن خبرې تېروي. لنډه دا چې د خلکو نوکري کوي. له څېرې یې ښکاري چې ډېر مجبور دی، کنه نو د دوو دقیقو لپاره هم دا شیان او د شاوخوا خلکو زور نه شي زغملای. خو له ناچارۍ زموږ لپاره کار کوي، ناوخته کور ته راځي؛ اوس څو شپې کیږي چې نه راځي.» په دې ورځو کې د زینب ورور له وېرې په کارخونه کې پاتې کېږي، چې د بېرته ستنېدو پر مهال څوک زیان ورونه رسوي. یوازې دا لامل نه دی، د زينب ورور له هغې ورځې چې کډوال شوی تر بل هر وخت زيات ستومانه شوی، که څه هم په افغانستان کې یې د پوهنتون د ليسانس له لرلو سره سره، په بې برخلیک حالت کې شپې ورځې تېرولې، خو لږ تر لږه د کډوالۍ، بې کسۍ، او بې وطنۍ غم په ملا نه وو کړوپ کړی.
د «ښځې، ژوند، ازادۍ» د انقلاب په زور اخیستو سره کله چې د ایران خلکو د دیني، استبدادي او ښځو ضد رژیم پر ضد پاڅون وکړ او شعارونه یې ورکول، زینب هم شعارونه ورکړل او د دغه رژیم پر وړاندې یې د ایران له خلکو سره اوږه په اوږه مبارزه وکړه. هغه وايي: هغه مهال هر څوک د ازادۍ د تر لاسه کولو په جوش او خروش کې وو، که څه هم ما ښوونځی نه دی بشپړ کړی او عمر مې کم دی، خو په ډېرو شیانو پوهېږم. زه د دې رژیم پر ماهیت پوهیدم او پوهیدم چې طالبانو ته ورته ریښه لري، نو د همدې لپاره د ایران له خلکو سره همغږې شوم.» هغې په افغانستان کې د مبارزې فرصت ونه موند او په کډوالېدو سره یې اعتراض وکړ. خو په ایران کې یې د دغه رژیم پر ضد مبارزه وکړه. ځکه چې فکر کوي د حق او ازادۍ لپاره مبارزه انساني عمل دی او د انساني عمل لپاره تاسو د نړۍ په څیر پراخه جغرافیه لرئ.
هغې د اعتراض د نښې په توګه خپل اوږده ویښتان چې تل به یې مور ورته اوبدل، بیاتي کړل: «خپل ویښتان مې خوښېدل، خو ازادي مې ډېره خوښېدله. ما د ښځې، ژوند او ازادۍ د انقلاب لپاره خپل ویښتان پرې کړل. د څو تاره ويښتانو د ښکاره کېدو له امله د مهسا وژل کېدو غوسه په شور او ځوږ بدله کړه او ومې نه کړای شول چې د ایران له خلکو سره همغږې نه شم.» هغې په ایران کې د انسان د ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده، نه د ځانګړي جنسیت یا ملیت لپاره. د هغې لپاره دا پولې هیڅ مانا نه لري، د هغې لپاره د ښځو ازادي د انسان ازادي ده او د ایران ازادي د افغانستان د ارامتیا په مانا ده. لکه دا خبره چې سمه وي چې وایي « د نړۍ په یوه ګوټ د انسان ازادېدل، داسې دي لکه انسانان چې آزاد شوي وي» او د هغې لپاره دا یوازې یوه ساده جمله نه ده، بلکې د هغې باور دی. هغه په خپل کم عمر کې (لا شل کلنه شوې نه ده) پر داسې شیانو پوهیږي چې پکار ده سړی یې پوهې، زړورتیا او شهامت شاباسی ورکړي. خو په دې ورځو کې له خپلو ملګرو لېرې ده. هغې ته نه اجازه ورکول کیږي چې کتاب پلورنځي ته ولاړه شي او نه کولای شي خپلې ملګرې وګوري. د زينب مور هغې ته اندېښمنه ده، دې ته اندېښمنه ده چې ښايي بهر پرې تعرض وشي او يا یې څوک په تېږو وولي، له همدې امله هغه دا ورځې یوازې په کور کې تیروي.
سره له دې چې په سختۍ سره تاب راوړي او د مبارزې لپاره یې وروستی سیک د خلاصېدو په حال کې دی، خو بیا هم هیله منه ده. دا چې فضا له وېرې ډکه ده او د زينب په زړه کې وېره ده، د سکې يو اړخ دی. خو له بلې خوا، هغه خپلو ایرانيو ملګرو ته خوښه ده چې پرې ګرانه ده او ملاتړ یې کوي. هغه وايي: «دا سمه ده چې په مجازي فضا کې د توکم پالنې ډیرې ویډیوګانې خپرې شوي او عمومي فضا زموږ لپاره ویرونکی ده، خو ټول ایرانیان داسې نه دي، نه ټول ایرانیان د کډوالو پر ضد دي او نه ټول هغه ډول دي، چې ښودل کیږي.» که څه هم هغه په خواشینۍ سره په ایران کې د مېشتو افغانانو د وضعیت یادونه کوي او هغو ایرانیانو ته ګوته نیسي چې د کډوالو د سپکاوي هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي، خو هغه ایرانیان هم یادوي چې د کډوالو په اړه ښه لید لوری لري او ښه چلند ورسره کوي.
زینب پر هغو مشترکاتو باور لري چې افغانستان او ایران سره یو کوي. تاریخ، ژبه او هغه خلک چې زرګونه کاله یې د یوبل په ګاونډ کې کله تر ګډ بیرغ لاندې او کله تر جلا بېرغ لاندې ژوند کړی. هغه په داسې موسکا سره چې د خوشبینۍ او هیلې ښکارندویې کوي، وايي:«ایا دا کېدای شي چې دومره ژر ناهیلې شې او حکم صادر کړې! البته چې موږ په یوه روح کې جلا جلا بدنونه یو. دا ښه نه ده چې هر څوک دومره بد وګورو. که زما ایرانۍ ملګرې نه وای، زه به په کډوالۍ کې خپه شوې وم. هغوی زه وژغورلم او زه یې منندویه یم.» هغه اوس هم په دې هیله خپل ویښتان بیاتي کوي چې یوه ورځ به د «ښځې، ژوند، ازادۍ» انقلاب د بري شاهده وي.