په «کرمشالوم» پوله کې د حماس له راکټي برید وروسته، اسرائیل له فلسطينيانو غوښتي چې د دغه هېواد تر پلان شوي بريد دمخه د رفح له ختيځې سیمې ووځي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ دوشنبه د مې پر ۶مه ویلي چې فلسطینیان باید په خان یونس او المواسي کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره ساحوي روغتونونو او بشردوستانه کمپونو سیمې ته لاړ شي.
د اسرائیل پوځ له تېرې شپې راهیسې د غزې خلکو ته د رفح له ختیځې سیمې د وتلو په هکله د پاڼو غورځولو، پیغامونو استولو او ټیلفوني اړیکو له لارې خبرداری ورکوي.
د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي: «د اسرائیل وسلهوال ځواکونه به د غزې په هر ګوټ کې د حماس څارنې ته تر هغو پورې دوام ورکوي چې د دغې ډلې له خوا نیول بندیان نه وي خوشې شوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په کرمشالوم کې د اسرائيل پر پوځي اډې د حماس د راکټي بريد له کبله لږترلږه درې اسرائيلي پوځیان ووژل شول.
د فلسطيني چارواکو په وينا، د حماس له خوا د کرمشالوم پر پوله تر بريد لږ وروسته، په رفح کې د اسرائيل د هوايي بريد په پايله کې د يو ماشوم په ګډون نهه فلسطينيان ووژل شول.
د دغه راپور پر بنسټ، پرون د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي.
په داسې حال کې چې د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې تر یو میلیون ډېرو فلسطینیانو پناه اخیستې، اسرائیل ویلي چې دې سیمې ته ننوځي.