د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې باور دی چې د غزې په جګړه کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چلند «اسرائیل ته د مرستې پرځای ډېر زیان رسوي.»
بایډن دا څرګندونې له «اېماېساېنبيسي» سره په مرکه کې کړې چې شنبه د مارچ پر ۹مه خپره شوه.
هغه یو ځل بیا له حماس سره د مبارزې لپاره د اسرائیل د برید څخه په خپل ملاتړ ټینګار کړی؛ خو د غزې په جګړه کې د بنیامین نتنیاهو د چلند په هکله یې ویلي: «هغه باید د عملیاتو په پایله کې د بېګناه خلکو مرګ ژوبلې ته ډېره پاملرنه وکړي.»
جوبایډن زیاته کړې چې د غزې په سویلي رفح ښار باندې د اسرائیل احتمالي برید چې له ۱.۳ میلیونو زیاتو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده، د هغه لپاره «سره کرښه» ده.
ورته مهال، د امریکا ولسمشر ویلي چې حکومت به یې د «اوسپنې ګنبدې» توغندي د ملاتړ په ګډون د وسلو اکمالات چې د حماس بریدونو پر وړاندې د اسرائیلي ملکيانو ساتنه کوي، ونه دروي.
جو بایډن له میاشتو راپدېخوا خبرداری ورکوي چې اسرائیل د غزې په جګړه کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له کبله د خپل نړۍوال ملاتړ د بایللو له ګواښ سره مخ دی.
د امريکا ولسمشر هيلهمن و چې د روژې له پيل مخکې به په غزه کې اوربند وشي؛ خو په مصر کې د حماس او اسرائيل ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړې دي.