وروسته تر دې چې امریکا په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه ویټو کړه، اوس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په دغه سازمان کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کوي.
فلسطین جمعه د مې پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بشپړ غړیتوب لپاره بیاغوښتنه کوي.
رویټرز اژانس ورکړی چې د عمومي اسامبلۍ ۱۹۳ غړي به د نن شپې په غونډه کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب او په دغه سازمان کې د یو خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندلو په هکله رایهاچونه وکړي.
ورته مهال، رایهاچونه به د فلسطین د ملاتړ په هکله د یوې نړۍوالې ټولپوښتنې په توګه کار وکړي، ځکه د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره غوښتنلیک باید لومړی د امنیت شورا او بیا د عمومي اسامبلۍ له خوا ومنل شي.
فلسطین دا مهال د ملګرو ملتونو څارونکی غړی دی او انتظار کوي چې د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي او د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین پلاوي پرون د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په یو لیک کې ویلي چې د دغه هېواد د غړیتوب په ملاتړ د پرېکړهلیک د مسودې منل به د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دوهاړخیزې حل لارې سره مرسته وکړي.
د لیک په متن کې راغلي: «په دې حساسو شېبو کې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین له خلکو ښکاره ملاتړ، د یو خپلواک هېواد لرل به وي.»
په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د بیاغوښتنې مسوده به په داسې حال کې رایېاچونې ته وړاندې شي چې امریکا تېره میاشت په امنیت شورا کې دغه موضوع ویټو کړه.