۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې د هغه د کورنۍ غړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چهارشنبه د وري پر ۲۳مه خپله اېکسپاڼه کې یو پوسټ خپور کړی او له هنیه سره یې د متقي د ټیلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر فلسطینیانو ته د «صبر، ثبات او زغم» هیله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان د غزې په تړانګه کې د اسرائیل هوايي برید په پایله کې ووژل شول.
د راپورونو پر بنسټ، د اسماعیل هنیه زامن د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر په پار د خپلې کورنۍ او خپلوانو لیدو ته روان وو چې پر موټر یې هوايي برید وشو.
ورته مهال، رویټرز خبر ورکړی چې اسرائیلي پوځ دغه برید منلی او دا درې هلکان یې د حماس وسلهوالې څانګې غړي بللي دي.
د اسماعیل هنیه د زامنو نومونه حازم، امیر او محمد وو او څلورو وژل شویو لمسیانو کې یې درې نجونې او یو هلک شامل دي.