۸صبح، کابل: باخبره سرچینې وایي، چې د پاکستان حکومت د یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو له خاوندانو غوښتي، چې ژر تر ژره افغان کډوال له خپلو اپارتمانونو او کورونو وباسي.
سرچینو د شنبې ورځ د تلې میاشتې په ۱۵مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه، چې د «B17» سیمې چارواکو په یوه لیک کې د اپارتمانونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به په دغه سیمه کې د پاکستاني پولیسو له خوا عملیات پیل شي.
په دغه لیک کې ویل شوي چې که افغان کډوال په هغه سیمه کې تر لسو نورو ورځو هم ژوند وکړي، د اپارتمانونو او کورونو له مسوولینو سره به «قانوني چلند» وشي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.
که څه هم دا پرېکړه د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو د پاکستان موقت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د افغان کډوالو د ایستلو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا پرېکړه د «نړۍوالو قوانینو» پر بنسټ شوې ده.