۸صبح، کابل: د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
نوموړي وزارت په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا پلاوی سهشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې د افغانستان کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون د پرانېستې مراسمو او دغه راز دوه اړخیزو دولتي او خصوصي خبرو اترو او سوداګریزې اړیکو په ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې ټاکلې ده نورالدین عزیزي به په دې سفر کې له ازبکستاني چارواکو سره د سیمهییزو همکاریو د جلبولو په ګډون د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو پياوړتیا او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
د یادونې ده چې دا نندارتون نن پرانېستل شو او درې ورځې به دوام وکړي.
طالبان له ازبکستان سره نږدې اړیکې لري.
تېر کال د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت له ازبکستان او پاکستان سره د «سوداګرۍ او ترانزیتي همکاریو سند» لاسلیک کړی و.