د راپورونو له مخې ترکیې ته د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سفر ځنډېدلی دی.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې وه دغه سفر د سېشنبې ورځ، د نوامبر په ۲۸مه ترسره شي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې په وروستۍ شېبه کې وځنډول شو.
تر اوسه د دغه سفر د لغوه کېدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
له بلې خوا د ترکیې د ولسمشر دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع تائید کړې ده.
خو د ترکیې حکومت په راتلونکي کې هغه هېواد ته د ښاغلي رئیسي د سفر د احتمالي نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شاوخوا دوه اونۍ وړاندې انقرې ته د سید ابراهیم رئیسي د سفر په اړه خبر ورکړی و.
ټاکل شوې وه چې د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ولسمشران له یو بل سره وویني او د «غزې د جګړې په اړه د ګډ دریځ غوره کولو» په اړه خبرې وکړي.