د اسرائیل پوځ ویلي چې د غزې تړانګې سوېل ته د بشردوستانه مرستو د رسونې د اسانتیا په موخه به د ورځې له خوا خپل پوځي عملیات ودروي.
د اسرائیل پوځ یکشنبه د جون پر ۱۶مه په یوې بیانیې کې ویلي چې دا عملیات د کرم شالوم له لارې د صلاحالدین سړک او د هغه شمال ته د مرستو رسونې د اسانتیا په موخه تر بلې خبرتیا پورې د سهار له ۸:۰۰ څخه د ورځې تر ۱۹:۰۰ بجو پورې په ځايي او تکتیکي ډول دروي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ملګرو ملتونو او نورو مرستهرسوونکو بنسټونو د غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو د رسونې پر زیاتوالي ټینګار کړی و.
که څه هم اسرائیل د غزې د تړانګې په سوېل کې د بشردوستانه مرستو د رسونې لپاره د خپلو هڅو دفاع کوي؛ خو مرستهرسوونکي بنسټونه تل په محاصره شوي فلسطیني سیمو کې د خوراکي توکو د شدید کمښت خبرداری ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې د غزې په تړانګه کې له اته زرو ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له کبله تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له حماس او اسرائیل غوښتي چې په غزه کې د درېاړخیز اوربند وړاندیز د نورو مرستو او د فلسطیني بندیانو په بدل کې اسرائیلي بندیانو د خلاصون په موخه ومني؛ خو دا بهیر په دې وروستیو کې ځنډېدلی دی.