پرون (سه شنبه، د کب ۹مه) په ټولنیزو رسنیو کې د سرتېرو د ورځې او په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغو ځواکونو د قربانیانو یادونه وشوه؛ البته هغه تریخ ژوند ته په نغوتې سره چې د افغانستان د مخکینۍ اردو پوځي کادرونه یې لري. دا ډول فرصتونه د هېواد د مهمو بنسټونو د زیان پېښوونکو اړخونو د په ګوته کېدو لپاره ښه فرصت دی څو ستونزې او نیمګړتیاوې پیدا کړو او د راتلونکي په تړاو پر یوې بنسټيزې لارې چارې فکر وکړو. له تر ټولو ډيکټاټور نظامه نیولې تر ټولو ډيموکراټ نظام پورې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ملي او مسلکي اردو لرل ځانګړی اهمیت لري او په واقعیت کې د دولتونو د ملا تیر بلل کېږي. د دې مسالې اهمیت خورا پخوانیو دورو ته ورګرځي، د دولت ښارونو او امپراتوریو د رادبره کېدو وخت ته. د افلاطون په څېر کسانو د سیاسي فلسفې تر څنګ په حکومت کې د پوځ پر رول او د پوځي حکومت د ګټو او زیانونو په اړه بحثونه کړي او که څه هم حکومتولۍ له هغه وخته تر دې مهاله خورا پېچلې بڼه خپله کړې ده، خو د دغه بنسټ اهمیت په هېڅ ډول کم شو نه دی.
نن ورځ، د پوځیانو حکومت یو استبدادي او نامطلوب حکومت ګڼل کېږي او له ډېرو نادرو او استثنایي پېښو پرته یې څوک د بشري ټولنو وړ نه ګڼي. په نننۍ نړۍ کې هر څوک پوهېږي چې پوځي ادارې بايد په سياست کې لاسوهنه ونه کړي، ځکه وجودي فلسفه یې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې د هېواد د دفاع مسوولیت دی، نه د هېوادوالو په ژوند کې لاسوهنه. خو مسلکي پوځونه له هغې اډانې سره سم چې قانون ورته ټاکلې ده، د هېوادونو د ټیکاو او د حکومتونو د پیاوړتیا لپاره کلک ملاتړي ګڼل کېږي او که په کوم هېواد کې بې ثباتي او ګډوډي رامنځته شي، سیاسي او مدني ځواکونه هلته د پوځ په مرسته نظم او امنیت راولي.
په افغانستان کې د اردو تاریخ له ډېرو لوړو او ژورو ډک دی. د شلمې پېړۍ په نیمایي د مډرنې اردو د جوړولو لپاره د پام وړ هڅې وشوې، د مډرنې اردو لپاره د اړتیا وړ نظامي تجهیزات چمتو شول، افسران د مسلکي روزنې لپاره بېلابېلو هېوادونو ته واستول شول او دولت ته د دغه راز یوې اردو د لرلو اعتبار ورکړل شو. وروسته بیا د پوځ په لیکو کې د کمونستانو او اخواني سیاسي ډلو نفوذ دغه اداره له مسلکي لارې واړوله او د کرکجنو ایډیالوژیو په کنده کې یې واچوله او تر هغې وروسته د کودتاګانو او ورانوونکو کورنیو جګړو په لاسونو کې ولوبول شوه. د جمهوریت په دوو لسیزو کې د مسلکي اردو د جوړولو هڅې وشوې، خو دا کار له پام وړ بریاليتوب سره مل نه و، ځکه قومي، ګوندي او سیاسي تړاوونو، ایډیالوژیکو او مذهبي تمایلاتو، پر اداري او مالي فساد سربېره، پر بهرنیو هېوادونو اتکا د خلکو په منځ کې د هغې اعتبار ته سخت زیان ورساوه او دا هغه څه وو، چې افغانستان یې پرېنښود چې یوه داسې پیاوړې اردو ولري چې په سختو ورځو کې یې د پېښو له توفانه وباسي. بې له شکه چې د پوځ په لیکو کې داسې سرښندونکي او ژمن افسران وو چې د هېواد لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې او قربانۍ یې له پامه نه شي غورځول کېدای او د هغوی نومونه او یادونه باید د دې خاورې د رښتینو اتلانو په توګه د تل لپاره پاتې شي.
اوس مهال افغانستان د یوې داسې ترهګرې ډلې په لاس کې دی چې تاریخ او هویت یې تاوتریخوالی، چاودنې، ځانمرګي او د بې ګناه خلکو وژنه ده. دا ډله نه په مډرنې حکومتولۍ باور لري او نه به یې تر واکمنۍ لاندې مډرنه اردو جوړه شي. له طالبانو وروسته واکمنۍ کې باید ټول ځواکونه اجماع وکړي چې یوه داسې پیاوړې، مسلکي اردو جوړه کړي چې له سیاسي لاسوهنو لیرې او له فساده پاکه وي، ريښتینې ملي اردو چې له قومي او توکمیزو تړاوونو خلاصه وي. د دغه راز یوه کار لپاره
چمتووالی باید له همدا اوسه پېل شي