«د افغانستان له موضع نیونې پرته، پاکستان په جدي ډول غواړي چې د ټولو سرچینو په مرسته، له خپلې خاورې ترهګر وشړي او له منځه یې یوسي. دا پېښه پرته له دې چې کابل ترهګریزې ډلې په خپله خاوره کې کنټرول کړي یا نه، پېښېږي.» دا خبرې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې دي چې ویلي و، دې ډلې د دوحې تړون له امریکا سره لاسلیک کړی نه د پاکستان له دولت سره. د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ تازه ناندرۍ له هغې وروسته زور واخیست چې یو شمېر وسله والو د بلوچستان ایالت ژوب سیمه کې د پاکستان د پوځ په یوه مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې د یاد هېواد څه باندې لس تنه سرتېري ووژل. له دغه برید وروسته، د تي تي پي غړو ته د افغانستان د طالبانو له لوري د پناه ورکولو نه په نیوکې سره د پاکستان د دفاع وزیر له طالبانو وغوښتل ترڅو د دوحې د تړون پر بنسټ دې د پاکستان د طالبان د تحریک د فعالیت مخه ونیسي. د نوموړي دغه څرګندونې، د ذبیح الله مجاهد غبرګون له ځان سره درلود چې ویې ویل، طالبان له پاکستان سره د دوحې د تړون پر بنسټ چلند نه کوي. خواجه محمد آصف بېرته د مجاهد په ځواب کې ټینګار وکړ چې که طالبان وغواړي یا هم ونه وغواړي، هېواد به یې ترهګر له ټولو ابزارو سره له منځه یوسي.
د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ددغه هېواد دولت د ترهګرو ډلو د روزنې او د ملاتړ بنسټونو په سر کې ځای لري او هېڅکله له ترهګرو سره په مبارزه کې له جدي او ریښتینې ارادې نه برخمن نه و او تل یې له دغې پدیدې سره لوبه کړې ده. د پاکستان پوځ د ترور د صنعت په وده او پیاوړتیا کې روښانه او د پام وړ رول درلود او ډېره ګټه یې هم له دغه صنعت نه ترلاسه کړې ده. پاکستاني پوځیانو له څو لسیزو راپدېخوا خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدلو لپاره، ترهګریزې ډلې رامنځته او مدیریت کړي دي. طالبان یو له دغو ډلو نه دي چې په پایله کې د پاکستان د پوځ په مرسته یې وکولای شول پر افغانستان واکمن شي. پاکستاني چارواکو چې په لومړیو کې دغه بریا نمانځله، اوس پوه شوي چې په افغانستان کې د طالبانو بریالیتوب د هغوی لپاره یې د پام وړلویه ګټه نه درلوده او برعکس، د اسلام آباد اندېښنې یې زیاتې کړي دي. په واقعیت کې، په افغانستان کې د طالبانو بریا، د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ډله له رواني او سیاسي او دغه راز د مالي او تدارکاتي له اړخه پیاوړې کړې ده. ددغې ډلې په باور، په افغانستان کې جهاد بریا ته رسېدلی او اوس د پاکستان وار دی. نه یوازې ټي ټي پي بلکې په پاکستان کې ټولې ترهګریزې اسلامي ډلې اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو ته خوښ دي او هغه د نړۍوال جهاد د پروژې د پلي کېدو لپاره یو د پرمختګ یو ګام بولي. د حیرانتیا وړ نه ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، د پاکستان د طالبانو د تحریک بریدونه ددې هېواد پر پوځ ډېر شوي دي.
د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی ددې له امله نده چې د افغانستان طالبانو د ټي ټي پي غړو ته بشپړه د عمل ازادي ورکړې او ټول امکانات یې د هغوی په واک کې ورکړي ترڅو د پاکستان پر پوځ بریدونه وکړي. مسله دومره ساده هم نه ده. د افغانستان طالبانو ډېره هڅه کړې ترڅو تي تي پي کنترول کړي. د ډیورند له فرضي کرښې نه د افغانستان شمال او لوېديځ ته ددې ډلې د غړو لېږدول، ددغو هڅو یوه برخه ده چې د پاکستان د دولت د هرکلي وړ هم ګرځېدلې ده. خو د پاکستان طالبان د افغانستان د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو په څېر په بشپړ ډول د کنټرول وړ نه دي. دغه ډلې په ډېر ښه توګه د محدودیتونو په مدیریت بلد دي او د خپل د مافیایي جوړښت له امله، هم مهاله کولای شي په څو څېرو ډګر ته راننوځي او حتی د فشارونو د زیاتوالي په صورت کې د خپلو نویو اربابانو په خدمت کې واوسي.
ډېری مهال له ترهګریزو ډلو سره مبارزه ددې پرځای چې ددغو ډلو د لمنځه وړلو لامل شي، د سازمانونو او ترهګریزو شبکو د فعالیتونو د پراخوالي او د تروریزم پر وړاندې د جګړې د پېچلتیا لامل کېږي او په پایله کې د ترهګریزو ډلو د بریا لپاره زمینه برابروي. پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل په دې برخه کې ښه بېلګه ده. په افغانستان او پاکستان کې تروریزم ترهغې کچې خپله ریښه ځغلولې چې په یوه یا څو کوچنیو پوځي عملیاتونو له منځه نه وړل کېږي. کېدای شي دغه عملیاتونه د لنډمهاله لپاره ګټور وي، خو په اوږدمهاله کې نه یوازې ګټور دي چې تروریزم به لاپسې تکثیر کړي. په دواړو هېوادونو کې تروریزم د خلکو په باورونو کې یې ریښه ځغلولې ده. دا چې دغه باورونه له پېړیو راهیسې د خلکو په منځ کې دود شوي او منل شوي دي ناشونې به وي چې په ساده ډول هغه له منځه یوړل شي او تازه باورونه یې ځایناستي شي. د خلکو دیني عقایدو سره مبارزه نه سترې کېدونکو هڅو او اوږده زمان ته اړتیا لري چې هر دولت هم دا کار نشي کولای.
نو په یاد هېواد کې د تروریزم د «له منځه وړلو» په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې، یوازې سیاسي باټې دي چې کېدای شي په کور دننه ډېرې مطرح شي. د یاد هېواد دولتي چارواکي د عامه افکارو د کنترول لپاره کله ناکله داسې خبرې کوي چې یوازې تبلیغاتي بڼه ولري. حتی که چېرې د خواجه محمد آصف موخه د تروریزم د لمنځه وړلو نه موخه یوازې د ټي ټي پي له منځه وړل او ځپل هم وي، بیا هم دا کار ستونزمن دی. کېدای شي د پاکستان پوځ تي تي پي له منځه یوسي؛ خو هېڅکله هم لکه څنګه چې ادعا کوي تروریزم «له منځه نه شي وړلای». په پاکستان کې اسلامي تندروي د ټولنیز بسترونو له ډېر زیات واک نه برخمنه ده چې دا مهال د یاد هېواد نه دولت د هغو د لمنځه وړلو لپاره ریښتینې اراده لري او نه هم ددغه کار له عهدې وتلی شي.
له تروریزم سره د مبارزې ناکامه ستراتیژی
له تروریزم سره د مبارزې اوسنۍ ستراتيژي نه یوازې د نړۍ او سیمې په کچه له ځان سره بریا نه درلوده بلکې هرڅومره چې له تروریزم سره مبارزه توده او پېچلې شوې ده، دغې پدیدې له بل هر وخت نه زیاته وده کړې ده. یو له مهمو لاملونو چې دغه ستراتيژي یې له ناکامۍ سره مخ کړې، د هغو پاېښت لرونکو او ریښه لرونکو ټولنیزو بسترنو نه پېژندل دي چې تروریزم ته وزرونه او بڼکې ورکوي او هغوی ژوندي ساتي. اسلامي تندروي یوازې په پوځي ځواک نه لمنځه وړل کېږي. له پوځي ځواک نه ګټنه برعکس پایلې لري او د ترهګریزو ډلو د پیاوړتیا لامل کېږي. لږترلږه د افغانستان او پاکستان تجربې دغه ادعا ثابتوي.
یو بل لامل چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي یې له ماتې سره مخ کړې ده، د ژیوپلتیک د ابزار په توګه له دغې پدیدې نه د دولتونو ګټه اخیستنه ده چې د پاکستان پوځ په دې برخه کې زیاد مهارت لري. خو له تروریزم نه ابزاري ګټه اخیستنه بدې پایلې هم له ځان سره لري او داسې ښکاري چې پاکستاني پوځیان په دې ورځو کې د نورو په پرتله هغه ډېر ښه حس کوي. هغه تروریزم چې یو وخت د پاکستان پوځ د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره وروزل، اوس یې د خپل ځان دښمن ګرځېدلی دی.