۸صبح، غزني: د هېواد په بازارونو کې په روانه اوونۍ کې د ترکاریو او نورو کرنیزو محصولاتو بیه په بې مخینې توګه لوړه شوې او د وګړو شکایتونه یې پارولي دي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي سه شنبه د وږي پر ۱۵ وایي، چې د رومي، پیاز او نورو کرنیزو محصولاتو بیې، چې د وګړو لومړنۍ اړتیاوې بلل کېږي د هېواد په بازارونو کې تېرو درېیو ورځو کې څلور برابره لوړې شوې دي.
په ځینو نورو ولایتونو کې هم ځایي سرچینو د ترکاریو د بیو له لوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې وروستیو ورځو کې پاکستان ته د دغو محصولاتو د صادراتو له امله یې بیه په بازارونو کې لوړه شوې ده.
د هغوی په وینا، د کم تولید او زیاتې غوښتنې له امله په بازار کې بیې څو برابره لوړې شوې دي.
وګړي ټینګار لري، چې لومړی باید په کورنیو بازارونو کې د دغو محصولاتو غوښتنې پوره شي او وروسته یې د صادرېدو اجازه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله دغه هېواد د ترکاریو او نورو کرنیزو توکو له کموالي سره شوی دی.