۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي ټولنې یو شمېر نورو چارواکو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پخواني مرستیال حکمتخلیل کرزي سره خبرې کړې دي.
دا کتنه د سېشنبې ورځ ، مرغومي په ۱۹مه بروکسل کې شوې ده.
نیکولسن پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې دوی په دې کتنه کې « د خبرو اترو، ټولشمولۍ، تلپاتې سولې او له افغانستان سره د تعامل» په هکله خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې ویلي وو چې طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
هغه ټینګار کړی و چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتوالي په اړه ژور اندېښمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو او بشري حقونو ارزښتونو ته د درناوي په خاطر د هېوادوالو، خپلو سیاسي مخالفانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی دی.
دا ډله خپل رژیم ټول ټولګډونه بولي او ټینګار کوي چې د طالباني ارزښتونو پر وړاندې کمی نه شي راوستلای.