۸صبح، بامیان: د بامیان پوهنتون مستغفي استاد (محمد عیسی درویش) پخپل شخصي لګښت، د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې، ۴۵ له زده کړو بې برخې نجونو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
د باميانو پوهنتون دغه پخواني استاد د وري په ۲۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د دغه شمېر نجونو د روزنيز کورس لګښت ١٥٠ زره افغانۍ و، چې له خپلو شخصي پيسو یې ورکړی.
محمدعیسی درویش وايي چې موخه یې له زده کړو محرومو نجونو هڅول دي او هیله لرم، چې نور کسان به هم دا ډول اقدام وکړي.
دروېش، په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بنديز په اعتراض کې د باميانو پوهنتون له استادۍ څخه استعفا وکړه.
که څه هم طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکې له زده کړو منع کړي، خو ځنې نجونې په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو له دې پرېکړې سره سره په پټه زده کړو ته دوام ورکوي.