۸صبح، کابل: په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر په قرغیزستان کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
دغه دفتر چهارشنبه د سلواغې پر ۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا هم ګډون کړی و.
په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر زیاته کړې چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ټيکاو لپاره پر همکاریو خبرې اترې شوې دي.
دا ناسته په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو له غونډې وړاندې جوړه شوې وه.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه په څو نږدې ورځو کې جوړه شي.