د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نوموړي نیوکه «شرمونکې، ګواښونکې او پردۍ» ده.
بایډن سهشنبه د فبرورۍ پر ۱۳مه ناوخته د استازو جرګې جمهوريپالو قانون جوړونکو ته په خطاب کې ویلي چې له ټرمپ څخه ملاتړ د هېواد ګټو ته ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړې: «زموږ په تاریخ کې هېڅ ولسمشر د روسیې یو ډيکتاتور ته سر نه دی ټيټ کړی. اجازه راکړئ دا خبره په روښانه ټکو ووایم. زه به هېڅکله [سر ټيټ] نه کړم، د خدای لپاره دا احمقانه، شرمونکې، خطرناکه او غیرامریکايي ده.»
د هغه په خبره، د استازو جرګه دې انتخاب وکړي چې ایا له اوکراین سره د مرستو په چمتوکولو کې له امریکا یا د ټرمپ ترڅنګ درېږي.
ټرمپ د روانې اوونۍ په پېل کې د دغه هېواد په جنوبي کارولینا ایالت کې یو ټاکنیزې غونډې ته ویلي: «کله چې د امریکا ولسمشر و، د ناټو مشرانو ته یې په څرګندو ټکو ویلي چې که د ناټو په پوځي تړون کې پر خپلو مالي ژمنو عمل ونه کړي، پر هغوی به د روسیې له پوځي بریده ملاتړ وکړي.»
د ټرمپ وروستیو څرګندونو د ناټو غړو غبرګونونه هم پارولي دي.





