طالبانو په کونړ او لغمان کې د نابینا نجونو ښوونځي هم وتړل

طالبانو د کونړ ولایت په مرکز کې د نابینا نجونو هغه یوازینی ښوونځی هم بند کړ چې شاو خوا درې میاشتې مخکې يې فعالیت پیل کړی و.

په دې ښوونځي کې نجونو ته د لیک لوست زده کړې ورکول کېدې، چې د یو ان اچ سي ار په مالي ملاتړ يې فعالیت کاوه.

نجونې وايي، که څه هم د دغه ښوونځي د پيلېدو ډېر کم وخت کېده، خو بیا يې هم ډېر څه زده کړي او که تړل شوی نه وای نو لا نورې زده کړې به يې هم کړې وې.

سوله هغه زده کوونکې ده، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې د دوی لپاره ځانګړي شوي دغه ښوونځي کې یې زده کړه کوله، هغه وايي له الف با نیولې تر حساب پورې ‌یې ډېر نور څه زده کړي و.

سوله وايي: «موږه ډېر څه ځکه زده کړل، چې لومړی مو د د الف با توري زده کړل، بيا يې حساب رازده کړ، یعنې موږ ډېر څه پکې زده کړل، له استاد او یا چا سره د ناستې او خبرو چل مو زده کړ.»

د نابینا نجونو لپاره دغه ښوونځي کې ښوونکې ښځینه وې او زده کړې يې هم په یوه کرایي کور کې ترسره کولې، خو د زده کوونکو په خبره يې، چې طالبانو بیا هم دا ښوونځی وتاړه.

د دغه ښوونځي زده کوونکې اوس په کورونو کې دي او سختې ناهیلې شوې دي، ځکه چې په وينا يې له کلونو راهیسې د دا ډول ښوونځي د پرانیستو په تمه وې، خو طالبانو يې پر مخ دروازه وروتړله.

کونړ کې د دغه ښوونځي نابینا زده کوونکې سولې په ژړغوني او ساه نيولي غږ وويل، چې دوی ان د روغو نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو ناهیلې کړې وې، خو اوس يې چې خپل یوازینی ښوونځی وتړل شو، لا يې ناهیلي زیاته شوې.

هغه زیاتوي: «موږ پر ټولو خپه یو باید ټولو خویندو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، ځکه بې تعلیمه خو ژوند مخته نه ځي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د ټولو خویندو لپاره پوهنتونونه خلاص شي او موږ نابینایانو لپاره دې هم د زده کړو زمینه برابره شي.»

په دغه ښوونځي کې شاو خوا ۳۰ ښځینه زده کوونکو ته چې په سترګو يې څه نه شوای ليدلی د زده کړو زمینه برابره شوې وه او دوی له دې بهیره ډېرې خوښې وې.

له بلې خوا، طالبانو په لغمان ولایت کې هم د نابینا نجونو ښوونځی تړلی دی. په دغه ښوونځي کې لسګونه نابینا نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې وه.

که څه هم په کونړ او لغمان کې د نابینا نجونو او ښځو کره شمېر مالوم نه دی، خو د ځايي خلکو په خبره چې ګڼې ښځې یا نجونې شته چې په دغه ډول ښوونځي کې يې د زده کړو هیله لرله، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو لوړې کمېشنرۍ په لومړي سر کې همدومره شمېر نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.

په کونړ او لغمان ولایتونو کې د نابینا نجونو د زده کړو د دې بهیر مسوولان وايي، نجونو په ډېره کمه موده کې ډېر څه زده کړي و او دغه ښوونځی د دوی په ژوند کې د ستونزو د اواري په برخه کې خورا مهم و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د نابینایانو لپاره د ښوونیز بهیر د دې پروژې مسوول احسان الله صمیم وايي، د دوی ټولې کارکوونکې چې نجونو ته يې زده کړه ورکوله او یا يې نور خدمات وړاندې کول ښځینه وې، خو بیا يې هم طالبانو ښوونځی بند کړ.

صمیم له طالبانو غواړي، چې ژر تر ژره دې دا پرېکړه بېرته واخلي او د نابینا نجونو پر مخ دې د دې پروژې له لارې د زده کړو بهیر په وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

صمیم وايي: «دا نابینا خویندې وې، داسې نجونې چې پر لاره نه شوې تللای، خو دلته دوی ډېر څه زده کړل او دا د دوی لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وه، زما هیله دا ده چې ژر تر ژره دې هغو انجیوګانو ته چې ښځینه ورسره کار کوي د کار اجازه ورکړي، زموږ خو زده کوونکې ټولې نجونې دي او نابینا دي نو هیله مې دا ده چې د دوی د زده کړو مخه ونه نیسي.»

د هغه په خبره، که د نابینا نجونو لپاره دا ښوونځي بېرته پرانیستل شي، نو دوی به په خپلو پښو د درېدو وړ شي او له خپلو حقوقو نه به دفاع وکړای شي.

د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو لوړې کمېشنرۍ یا یو ان اچ سي ار په ټول افغانستان کې د نابینا نجونو او ښځو لپاره د دې پروګرام له لارې د زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې طالبانو پر کونړ او لغمان سربېره په ټول افغانستان کې دا ښوونځي تړلي دي.

طالبانو په ډاګه د دغو ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې له شپږم ټولګي پورته او دغه راز په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو مخنیوی کړی دی، چې د طالبانو دغه پرېکړې د نړیوالو له سختونو نیوکو سره مخ شوې دي.

Back to top button