د نجونو پر تحصيل بنديز؛ د افغانستان د پوهنتونونو پاکستانيو نجونو محصلانو اعتراض وکړ

کابل: د طالبانو له لوري د نجونو پر تحصيل له بندیز وروسته، د پاکستان يو شمېر ښځينه محصلانو چې په افغانستان کې یې زده کړې کولې، خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته اعتراض وکړ.

ډان ورځپاڼې پنجشنبه د مرغومي پر ۱۵ خبر ورکړی چې د پاکستان لسګونه ښځينه محصلانو چې د افغانستان په طب پوهنځيو کې يې زده‌کړې کولې او د طالبانو د بندیزونو له امله د زده‌کړو له دوامه پاتې شوې وې، د یوه لاریون پرمهال د خپل هېواد په پوهنتونونو کې د شاملېدو غوښتنه وکړه.

دغو ښځينه محصلانو په اسلام‌اباد کې د پاکستان پرېس کلب مخې ته اعتراض کړی دی.

خو داسې نه ښکاري چې د پاکستان د روغتیا کمیسیون دې د هغوی غوښتنې ته پام وکړي. ځکه چې دغه ټولې محصلانې د کانکور ازموينې له ورکولو پرته د افغانستان په طب پوهنځيو کې منل شوې وې.

اعتراض کوونکو د ليکل شويو شعارونو په لېږدولو سره د پاکستان لومړي وزیر ته په خطاب کې ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر تحصيل بندیز لګولی او په دې کار سره د دوی د زده‌کړو د دوام مخه هم نيول شوې ده.

دوه اونۍ وړاندې طالبانو د پوهنتونونو دروازې د ښځینه محصلانو پر مخ وتړلې او په پایله کې یې بهرنۍ محصلانې چې ډيری يې پاکستانۍ وې، له افغانستانه ولاړې.

ورته لیکنې

Back to top button