د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نظام د ننني پېر له هغو مهمو مظاهراو دی، چې تخصصي څانګې یې سره بېلې کړي، د هرې څانګې لپاره یې د څېړنې مناسبې تګلارې ښودلې او په سسټماټیکه بڼه یې د ریښتینې او باوري پوهې د تولید لپاره لاره هواره کړې ده. د پوهنتون اصلي دنده دا ده چې د دې زمانې لپاره مناسبه پوهه تولید کړي او دا کار هغه وخت شونی کیږي کله چې له پخوانیو پوهنیزو محصولاتو سره نقادانه چلند وشي. که څه هم هغه ډلبندي شوې مفکورې چې په تیرو وختونو کې خپرې شوې، په یو ډول د پرلپسې والي او دوام لامل کیږي، خو کېدای شي چې د ذهن د اسارت لامل شي او د هغه د تحرک مخه ونیسي. پوهنتون هغه ځای دی چې د ازاد فکر کولو یا لږ تر لږه د هغه د تمرین کولو امکان برابروي څو ذهن له هغو قیدونو او چوکاټونو خلاصون ومومي، چې تېرو نسلونو د خپل وخت له افق سره سم جوړ کړي. په دې توګه نوي فکرونه راڅرګندېږي او نوې پوهه رامنځته کیږي او د پوهې څرخ تاوېږي. یوازې په نوې، متحرکې او عصري پوهې سره د دې زمانې ستونزې پېژندل کېدای او د هغې لپاره اغېزناکې حل لارې موندل کېدلای شي. له همدې امله نن ورځ د انسانونو د ژوند د غوټو په خلاصېدو کې د پوهنتون رول خورا مهم دی.
پوهنتون په هغو ځانګړتیاوو سره چې ووېل شوې، د کلاسیکو مدرسو په ځانګړې توګه د دیني مدرسو په پرتله بشپړه توګه بېله لاره په مخکې لري؛ ځکه هغه رسالت چې مدرسې یې د ځان لپاره تعریفوي نه د پوهې تولید دی، نه د حقیقت موندنه او نه هم د کره کتنې په رڼا کې پوښتنې. په مدرسو کې عامه انګېرنه دا ده چې د انسان او نړۍ په اړه ټول لومړني حقایق دمخه کشف شوي او موږ یې نور کشفولو ته اړتیا نه لرو، او یوازینی شی چې باید ترسره کړو دا دی چې د هغوی اثار ولولو یا یې په ټوله کې د نن ورځې په بڼه بیا تولید کړو. له همدې امله د مدرسو په منطق کې نوښت له بدعت سره مترادف ګڼل کیږي، او بیا کتنه د ظاهري شکلونو او بڼو نوي کولو ته راکمه شوې ده. هغه څه چې ډېر مهم دي، دا دي چې مدرسې د ټولنې له ستونزو او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې هېڅ کار نه لري او د هغو عقایدو او باورونو پر ساتنه یې تمرکز کړی چې له نیکونو ورته په میراث پاتې دي.
په اصل کې په مدرسو کې د خلکو دنیاوي دردونه او کړاوونه لکه د بې وزلو لوږه، له بنسټیزو خدمتونو د وګړو محرومیت، د ځمکې د اوسېدونکو تر منځ نابرابري، په صنعت کې وروسته پاتې والی، د اداري سیستم زړښت، د چاپېریال خرابوالی، بې نظمي – له طبيعي سرچینو ناسمه ګټه اخیستنه، په وارداتو او صادراتو کې د انډول نشتوالی او دا ډول نورې ستونزې د کړاو او اندېښنې لامل نه دي، بلکې ټول غم او ماتم د ایمان پرضعیف کېدو، د دین پر کمزورې کېدو، د عباداتو پر پيکه کېدو، د دیني مراسمو پر کمزورتیا، د مذهبي مخکښانو د حیثیت پر راټېټېدو او مذهبي بنسټونو ته د خیریه بنسټونو د مرستو پر کمېدو راڅرخي.
اوس چې افغانستان د مدرسو د مخکښانو له لوري اشغال شوی او پوهنتون د ملایانو په لاس کې دی، د افغانستان د لوړو زده کړو نظام له منځه تللی دی، ځکه د واکمنې ډلې هڅه دا ده چې پر پوهنتون د مدرسې منطق ومني او پوهان دې ته اړ کړي چې د پوهنتون د دښمنانو اطاعت وکړي. د ښوونځي او پوهنتون دښمني له ننه نه ده او اوږده کیسه لري، ځکه چې دیني مخکښان د پوښتنو له مطرح کېدو وېره لري او هر ډول نیوکې په ایمان او عقیده کې شک ګڼي او له همدې امله له هغه بنسټ سره په ټکر کې دي چې کار یې د پوښتنو کول دي. هغه ملایان چې اوس د طالبانو د ډلې مشري کوي داسې احساسوي چې خپل اوږدمهالی مخالف یې پر ځمکه را څملولی او د هغه پر ستوني یې زنګون ایښی دی څو یې تسلیمیدو ته اړ کړي. دوی غواړي چې پوهنتون د کوډګرو تر ولکې لاندې په یوه معبد بدل کړي، څو د پوښتنې او فکر کولو پر ځای د دې ډلې د غوښتنو او منترونو پر تکرار بسنه وکړي.
هغه پوهنتون چې د بنسټپالو ایډیالوژیو تر ولکې لاندې وي، علم نه شي تولیدولای او ان نه شي کولای چې د خلکو ورځنیو ستونزو او اندېښنو ته پام وکړي او له علمه د ژوند د ستونزو د حل لپاره کار واخلي، بلکې پوهه د یوې ډلې د عقایدو د ساتنې او په ټولنه کې د هغې د ترویج او تزریق د توجیه کولو وسیله ګرځي. د ټولو ایډیالوژیکو نظامونو تجربه ښیي، چې د علم منطق یې له پامه غورځولی او علمي بنسټونه یې د ایډیالوژیو او له دغو ايډيولوژیو د راپیدا شویو واکمنیو پر بې معاشه غلامانو بدل کړي دي. په دې صورت کې د پوهنتون او د بې اغېزې او بې اثره کلیشه يي علم یوازې نوم پاتې کیږي او بس.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې له زرګونو ملایانو چې د اکاډیک کار له الفبا سره اشنا نه دي، ننداریزه ازموینه واخیسته او هغوی ته یې علمی درجې او لقبونه ورکړل. له دې څرګندیږي چې د مدرسې لقبونو او سرلیکونه د دوی لپاره هم ارزښت نه لري او تصور کوي چې د یوې علمي ادارې پر څوکۍ د ملا، مفتي او شیخ الحدیث په لقبونو سره کېناستل څومره د خندا وړ او بې مانا دي او هېڅ توجیه ورته نه شي موندل کېدلای. دقیقاً لکه له مدرسې فارغ شوي ملا ته د جنرال د پوځي لقب ورکول چې یوه ورځ یې هم په پوځي بنسټ کې زده کړې نه وي کړې. اکاډمیکو لقبونو ته د طالبانو د ملایانو پناه وړل او د هغو غلا کول، چې د ملایانو په اصطلاح کې د انتحال په نوم یادیږي، پر دې سربېره چې د ټولنې د معنوي ملکیتونو او د ارزښتونو د شتمنیو غلا ده، ورسره هممهاله د ځان پر علمي وړتیاوو د دې ډلې د نه باور ښودنه کوي او پر دې حقیقت غیر مستقیم اعتراف دی، چې یو ملا یوازې په خپلې ملايي پوهې سره په اکاډمیکو مرکزنو او مناسکو کې د ځای پر ځای کېدو وړ نه دی او که وغواړي د هغو د غصبولو لار پیدا کړي، لږترلږه باید د ځان لپاره جعلي سند او جعلي لقب جوړ کړي څو په دې موقف کې ځای پرځای شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د پوهنتونونو وضعیت د کلونو کلونو جګړو له امله چې د کادرونو د تېښتې او کډوالۍ لامل شوې دي، دومره د ستاینې وړ نه و او د علم او پوهې د تولید کچه پکې په هغه کچه نه وه، چې له اکاډمیکو چاپېریالانو یې تمه کېده. خو لږ تر لږه د یوه اکاډمیک نظام بیخ بنسټونه یې لرل او په بالقوه توګه یې په راتلونکي کې اکادمیکه فضا برابروله. اوس چې پر دغه مهم بنسټ د طالبانو د ولکې په ټينګېدو سره، پر دې زنځیر د تخریب کړۍ ورزیاتېږي، د خطر زنګ ګړنګول شوی چې په دې خاوره کې د علم او پوهې راتلونکی تت ښيي. که طالبان د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې په خپلو جعلي لقبونو او اسنادو سره خپل اړوند کسان تحمیل کړي، د اکاډمیکو بنسټونو فاتحه به واخیستل شي او د پوهنتون له نوم او ودانۍ پرته به څه پاتې نه وي.
کله چې په ټولنه کې اکاډمیک بنسټونه نه وي، د خلکو پر عیني ستونزو فکر کول او د هغو لپاره د حل لارې موندل ناشوني کیږي. ځکه چې اساسا فکر کول ناممکن کیږي. چېرته چې فکرکول پر یوه ممتنع کار بدل شي، د ټولنې ستونزې باید دعا کوونکو، جادوګرانو او د غیب ویلو ادعا کوونکو ته وسپارل شي، او اجازه ورکړل شي چې په ګردابونو کې د یوه هېواده را اېساره شوې بېړۍ په بشپړ ډول ډوبه شي. باید د پوهنتون مرستې ته ور ودانګل شي او د هغه د کینه ګرو دښمنانو له یرغله خلاصون ومومي او په دې توګه ټولنه له دایمي ډوبېدو وژغورل شي.