۸صبح، کابل: د روغتیا نړۍوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې ۸۲ زره او ۷۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د نوموړي بنسټ د روان کال د مارچ میاشتې راپور دوشنبه د غويي پر ۱۰مه خپور شو.
د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، په ټول هېواد کې د ۹۳۳ روغتیايي مرکزونو له لارې ۴۴ سلنه ښځو او ۳۳ سلنه ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، تېره میاشت په افغانستان کې ترټولو مشهورې ناروغۍ قوي ساهبندي، اسهال او شری وو.
سربیره پردې د روغتیا نړۍوال سازمان په ټول هیواد کې د رواني روغتیا، رواني ټولنیز ملاتړ، معیاري پاملرنې او درملنې په برخه کې ۳۴۱ روغتیایي کارکوونکي روزلي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د روغتيايي کادرونو د کمښت په ګډون د هېواد روغتيايي سکټور له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.
د مرستهرسوونکو بنسټونو پر ښځينه کارکوونکو د دغې محدوديتونه د دې لامل شوي څو هغوی ونه شي کړای په اساسي ډول خلکو ته، په ځانکړې د روغتیا برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.
څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روغتيا د نړۍوال سازمان استازي ليو ډیپنګ ويلي و چې د طالبانو محدودو سياستونو په هېواد کې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.