۸صبح، کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان قونسلګري وایي، د دغه ښار له زندانونو یې ۶۰ کډوال خوشې کړي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري د دوشنبې ورځ د تلې په ۳مه د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
د هغه په وينا، په خوشې شويو کسانو کې لس ماشومان هم شامل دي.
هغه ویلي، چې دا کسان به د طالبانو په مالي مرسته هیواد ته ولېږدول شي.
تخاري همداراز زياته کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۱۰ بنديان د سند له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغه ایالت په زندانونو کې تر ۹۰۰ ډېر کسان بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د بېلابېلو دلایلو له امله د دغه هېواد ګڼ شمېر وګړي زنداني شوي دي.
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو تل د دغه هېواد له پولیسو شکایتونه کړي دي.