۸صبح، سرپل: په سرپل کې سیمهییزې سرچينې د طالبانو له خوا د ۵۲ کسانو د صحرايي محکمې خبر ورکوي.
طالبانو دغه کسان سېشنبه د غبرګولي پر ۱۵مه د سرپل په مرکزي لوبغالي او عام محضر کې په دورو وهلي دي.
په محکوم شویو کسانو کې اته یې ښځې وې.
دا کسان له واده څخه بهر اړیکې، له کوره د تېښتې، غلا او نورو جرمنو له کبله په دورو وهل شوي دي.
تېره ورځ (دوشنبه، غبرګولي ۱۴مه) په سرپل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي و چې د تورنو کسانو د مجازاتو د نندارې لپاره دې لوبغالي ته لاړ شي.
ویل کېږي چې طالبانو د بدني پلټنې او پرمختللو ټیلفونونو تر ضبط وروسته خلکو ته د مجازاتو او صحرايي محکمې د نندارې اجازه ورکړې ده.
شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه هم طالبانو په دغه ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په دورو ووهل.