۸صبح، غور: غور کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې پنځه نارینه او یوه ښځه د طالبانو له خوا په متروکو ووهل شول.
سرچینې سه شنبه د سلواغې پر اتلسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې طالبانو دغه شپږ تنه د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې له واده بهر اړیکو، شراب څښلو او د شرابو د تولید په تور په دُرو وهلي دي.
د سرچینو په وینا طالبانو دغه کسان د خلکو په مخکې هر یو له ۱۵ تر ۳۹ متروکې وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغې ډلې څو ورځې مخکې په هلمند کې ۱۶ تنه په بېلابېلو تورونو په دُرو وهلي وو.