۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي طالب چارواکي وايي چې پر پنځو کسانو یې د دُرو حکم پلی کړی دی.
په خوست کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا حکم پنجشنبه د غويي پر ۶مه له غرمې مخکې په اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې پلی شوی دی.
دا کسان په «غلا او اخلاقي فساد» تورن و او په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.
طالبانو پرون په غزني او لوګر کې هم څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي و.
څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د تورنو کسانو په سنګسارولو او دُرو وهلو ټينګار کړی و.