۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبان د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو په ځینو برخو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو انتن پرې کوي.
ځایي سرچینې یکشنبه د تلې پر درېیمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبان د شپې له خوا د پنجشېر ولایت په دره، شتل، رخه او خنج ولسوالیو کې مخابراتي شبکې پرې کوي.
د سرچینو په وینا دغه اقدام په دې ولایت کې د مقاومت جبهې ځواکونو د ځپلو لپاره د طالبانو له ناکامو او پراخو عملیاتو وروسته ترسره شوی دی.
سرچینې جوتوي، چې ځایي اوسېدونکو دغه ستونزه له اترا ادارې سره شریکه کړې ده؛ خو دغې ادارې ویلي، چې انتنونه د طالبانو په کنټرول کې دي او دغه ډله تخنیکي ډلو ته د لاسرسی اجازه نه ورکوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو پنجشېر کې د نښتو پرمهال مخابراتي شبکې پرې کړې دي.