۸صبح، کابل: طالبانو د مخکیني حکومت د ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده له وژل کېدو کابو یوه میاشت وروسته ویلي، چې نوموړې د خپل ساتونکي له خوا وژل شوې ده.
د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ جمعه د سلواغې پر ۲۸ یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې نبيزاده او ساتونکی یې د مالیار په نوم د هغې د یوه بل ساتونکي له خوا وژل شوي دي.
ځدراڼ ادعا کړې، چې تورن کس نیول شوی دی.
د ده په وینا، د هېواد د ولسي جرګې د مخکینۍ غړې پر وژنې تورن کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
په دې لړ کې، د دغې وژنې انګېزه روښانه نه ده.
د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي، چې د دې پېښې د نورو اړخونو د روښانه کېدو په موخه څېړنې روانې دي.
مرسل نبيزاده شنبه ماښام د سلواغې پر ۲۴ نېټه د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزانقیمت سیمه کې ووژل شوه. د نوموړې کورنۍ په هغې وخت کې وویل، چې اغلې نبيزاده له چا سره شخصي ستونزه نه لرله.
نور ولولئ:
د افغانستان د ولسي جرګې یوه مخکینۍ غړې کابل کې په خپل کور کې ووژل شوه