۸صبح، بدخشان: بدخشان کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله ۷۶ کورونه تخریب شوي دي.
بدخشان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو رییس محمداکرم اکبري جمعه د سلواغې پر اتهویشتمه نېټه دغه شمېر تایید کړی دی.
ویل کېږي، چې ډېری دغه کورونه د درنو واورو له امله زیانمن شوي وو، چې د زلزلې له لړزولو سره ویجاړ شوي دي.
تر اوسه د دغې زلزلې د تلفاتو په اړه څه نه دي راپور شوي.
اخوا، په دې وروستیو کې بدخشان کې د واورو ښویېدو د ۱۲ تنو ژوند اخیستی او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د ویلو ده، چې له یوې اونۍ راهیسې د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار او لسو ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې هم تړلې دي.
د دغه وضعیت دوام زلزلهخپلو ته د مرستې رسوونې بهیر له جدي ستونزې سره مخ کړی دی.