۸صبح، غور: د غور لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د تورو ښيښو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د غور لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان مطبوعاتي مسوول عبدالرحمن بدري نن پنجشنبه د سلواغې پر ۷ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې «د تورو ښيښو پر موټرو بندیز لګول د جنايي جرمونو په مخنیوي کې ګټور ثابتېدای شي».
په یوه لیک کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ له خوا خپور شوی، د فیروز کوه امنیتي حوزو ته پکې سپارښتنه شوې، چې د تورو ښيښو موټرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي او ټینګار شوی، چې له سرغړوونکو سره جدي چلن وشي.
د غور ځینو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو له دغه اقدامه خوښي څرګنده کړې او وايي، چې دا چاره د جنايي جرمونو د کمېدو سبب کېږي.
د فېروزکوه دغه اوسېدونکي د طالبانو له سیمه ییزو مسوولانو غواړي، چې قانون پر ټولو یوشان پلی کړي.
د غور مرکز فېروزکوه ښار د افغانستان یو کوچنی ښار دی، چې ښاري موټرې نه لري او خلک په شخصي موټرو تګ راتګ کوي.