۸صبح، هرات: هرات کې ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې ځينې خیاطان وهلي ډبولي دي.
هرات کې یوې ځايي سرچینې یکشنبه د غبرګولي پر ۱۵ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، طالبانو دا خیاطان هغه مهال وهلي، چې په دوکانونو کې یې د مېرمنو جامې ګنډلې.
د سرچینې په خبره، طالبانو د ښار خیاطانو ته امر کړی، چې حق نه لري د مېرمنو جامې وګنډې.
دا پېښه د هرات ښار په جکان سیمه کې شوې ده.
هرات ښار کې خیاطان وايي، چې د نارینه وو او مېرمنو جامې ګنډي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.