۸صبح، پنجشېر: پنجشېر ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې یو سپینږیري کس او د مقاومت جبهې غړی په ډزو وژلي دی.
سرچینو سه شنبه د وږي پر ۲۲ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو دغه دوه کسان دوشنبه د وږي پر ۲۱ د خنج ولسوالي په عمرض سیمه کې نیولي او سه شنبه سهار د وږي پر ۲۲ یې په ډزو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، سپینږیري سړی شاه بچه نومېده او د سيمې هټیوال و.
سرچینې زیاتوي، چې د مقاومت جبهې غړی هغه مهال چې د شاه بچه له دوکان څخه یې کوم څه پېرل نیول شوي وو.
د ویلو ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د قوماندان په ګډون د دغې جبهې اته تنه له نیولو وروسته په ډزو وژلي وو.