۸صبح، کندهار: کندهار کې ځایی سرچینې د طالبانو له مشر سره د کتنې لپاره د حامد کرزی د غوښتنې د ردېدو خبر ورکوي.
کندهار کې يوې باوري ځايي سرچينې پنجشنبه د مرغومي پر پنځلسمه وويل، چې حامد کرزي افغانستان ته له خپل بهرني سفره تر راستنېدو وروسته، له دغې ډلې د طالبانو له مشر ملا هبتالله اخوندزاده سره د خپلې کتنې غوښتنه کړې وه.
د سرچينې په وينا، کله چې طالبان او يا کوم بل چارواکي د طالبانو له مشر سره د کتنې غوښتنه ولري، نو لومړى بايد له ځينو کسانو په ځانګړې توګه په کندهار کې د طالبانو له والي يوسف وفا سره وګوري او بيا د هبتالله اخوندزاده کتنې ته ولاړ شي.
که څه هم سرچینې دا نه ده په ډاګه کړې، چې ایا د طالبانو له مشر سره د کرزي د کتنې غوښتنه د کندهار د والي له لوري رد شوې او که د بل چا له لوري، خو ټینګار کوي چې ملا هبت الله ته نږدې کسانو د پخواني ولسمشر دغه غوښتنه رد کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر تر اوسه د دې ډلې له کوم چارواکي او يا نورو څېرو سره مخامخ خبرې نه دي کړي. له نورو سره د طالبانو د مشر په ناستو کې د دواړو لورو ترمنځ پرده نيول کيږي.