۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.
سرچینې سېشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالب جنګیالیو دا ځوان تېره ورځ د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ په «چشمه چرمګیري» سیمه کې وژلی دی.
د سرچينې په وینا، د وژل شوي کس نوم الماسخان و او تازه له ايرانه راستون شوى و.
سرچینې وايي چې الماسخان په تخار کې د طالبانو د سیمهییز قوماندان غلام حسین د یوه ساتونکي جلال محبوبي له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د نوموړي ځوان د وژل کېدو لامل نه دی څرګند او په تخار کې طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
طالبان پر افغانستان واک ته تر رسېدو وروسته د ملکيانو په ځانګړې توګه د پخواني حکومت سرتېرو په وژنې، نیونې او شکنجې تورن دي.