۸صبح، کابل: په افغانستان کې د بریتانیا پر ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو له لګولو وروسته، د دغه هېواد پخوانی پوځي وزیر د زنداني کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
ګارډین ورځپاڼې سهشنبه د وري پر ۷مه راپور ورکړی چې د بريتانیا د پخوانیو پوځيانو وزیر جاني مېرسر ته ۱۰ ورځې وخت ورکړل شوی څو د هغو تورونو سرچینه په ډاګه کړي چې په افغانستان کې یې د بریتانوي پوځيانو له خوا د ملکي وګړو وژنې په ډاګه کړې دي.
مېرسر تېره میاشت د عامه څېړنو د رییس جاستیس هادون کیو په وړاندې اعتراف وکړ چې بریتانوي ځواکونه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د ملکي افغانانو په لسګونه ناقانونه وژنو کې ښکېل و.
نوموړي پرلپسې د هغو پوځيانو د نومونو له څرګندولو ډډه کړې چې دا تورونه یې لګولي دي، هغه څه چې د نوموړي دنده یې له ګواښ سره مخ کړې ده.
هغه ته د اپریل تر ۵مې وخت ورکړل شوی چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د شاهدانو نومونه د بريتانیا پوځ د څېړنو برخې ته وسپاري.
له دې وړاندې، مېرسر د جنګي جنایتونو د تورونو په اړه ویلي و چې د شاهدو پوځيانو نومونه به پټ پاتې شي.
د بریتانیا پر ځانګړي ځواکونه (SAS) تور لګول شوی چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پرمهال ملکي افغانان وژلي دي.
تر دغو تورونو وروسته د بريتانيا دفاع وزير په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جنايتونو په اړه د څېړنې څانګې د جوړولو امر وکړ.