۸صبح، کابل: د قزاقستان له خوا په دغه هېواد کې د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د اېستلو اعلان د دغې ډلې له تود هرکلي سره مخ شو.
د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي سېشنبه د غبرګولي پر ۱۵مه په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د قزاقستان دا اقدام د دغه هېواد د «ريښتيني درک» نښه ده.
د طالبانو په اعلامیه کې قزاقستان په سیمه کې د افغانستان د یو مهم ټرانزیتي او سوداګریز ملګري په توګه یاد شوی دی.
بلخي ټینګار کړی چې په قزاقستان کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د اېستلو پرېکړه به د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي چې د دواړو خواوو په ګټه دی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف دوشنبه د غبرګولي پر ۱۴مه ویلي و چې د ترهګرو ډلو له نوملړه یې د طالبانو نوم اېستلی دی.
تر دې دمخه د روسیې لوړپوړو چارواکو هم د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو د اټکل په هکله خبرې کړې وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا ده.