له سیاسي ګوندونو او فعالانو سره د طالبانو دوښمني څرګند پړاو ته رسېدلې ده. دې ډلې چې د دوحې د سولې په خبرو کې یې د سیاسي ګوندونو قانون ته د ژمنتیا ټټر وهلی و، د خپلو ټولو ژمنو خلاف یې په ښکاره ډول له سیاسي خوځښتونو سره دوښمني را اخیستې ده. طالبانو د ګوندونو او مدني او ټولنیزو فعالانو پر ضد له نااعلان شویو فشارونو او ګواښونو وروسته د سیاسي ګوندونو د جوازونو د لغوه کولو ترڅنګ، په هېواد کې د ګوند نوم اخیستل هم جرم ګڼلی دی. تازه یې په کندهار کې دوه کسان د سیاسي فعالیتونو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړي دي. طالبانو ان پر خپلو همباوره بنسټپالو خوځښتونو هم رحم نه دی کړی او په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې د حزب التحریر یو شمېر غړي چې په جمهوریت کې د دغې ډلې د واکمنۍ پلویان ګڼل کېدل، نیولي، ربړولي او بندیان کړي چې څو ورځې وړاندې یې په سمنګان کې د دغه ګوند اته غړي نیولي دي.
د سیاسي خوځښتونو پر وړاندې د بندیزونو له دوام سره، طالبانو په هېواد کې د حزب په نوم هر ډول فعالیت «ناقانونه» بللی دی. طالبانو په عدلیې وزارت کې د ګوندونو اړوند ریاست لغو کړی او ګواښ یې کړی چې په افغانستان کې څوک د سیاسي فعالیت اجازه نه لري.
د طالبانو د نوې ګوتڅنډنې له مخې، د ګوندونو له لوري هر ډول سیاسي حرکت او دریځ نیونه جرم ګڼل کېږي او څوک چې سیاسي فعالیت وکړي، زنداني به شي. د وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې اوسمهال په افغانستان کې «د ګوند نوم اخیستل جرم دی او د دې ډلې په رژیم کې ګوندونه ځای نه لري.» نوموړي دا څرګندونې د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره له رامنځته شویو نانندریو وروسته کړې دي.
طالبانو چې له دې وړاندې یې سیاسي فعالان په بېلابېلو تورونو نیول، ربړول او بندیان کول، اوس یې په هېواد کې په رسمي او څرګند ډول د سیاسي ګوندونو پر وړاندې دریځ نیولی دی؛ داسې چې سیاسي فعالان یې په اوږده بند محکوم کړي دي.
طالبانو د سیاسي ګوندونو او فعالانو پر وړاندې له پرلپسې ګوتڅنډنو او فشارونو وروسته په کندهار کې درې کسان د سیاسي فعالیت له کبله په یوې نظامي محکمه کې محاکمه کړي دي. د طالبانو سترې محکمې ویلي چې له دغو درېیو کسانو دوه یې هر یو په ۱۵ – ۱۵ کاله بند او درېیم یې په ۳۰ دُرو محکوم کړي دي. د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د سیاسي فعالیت د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي. دغه راز، د درېیم کس د حبس مودې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
طالبانو په تېرو څه کم درېیو کلونو کې سیاسي خوځښتونه منع کړي او ډېریو سیاسي څېرو او پلویانو یې افغانستان پرېښی دی. دا لومړی وار دی چې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې ځیني کسان یې د سیاسي فعالیت په تور محاکمه کړي دي.
طالبانو له دې وړاندې هم یو شمېر رسنیزې او مدني څېرې د ټولنیزو کړنو له کبله په خپلسري ډول نیولي او بندیان کړي دي؛ خو په خپلو رسمي ویناپاڼو کې یې په څرګند ډول د سیاسي فعالیت څرنګوالی ښودلی نه دی.
دغه راز، طالبانو د ټولنیزو ټولنو فعالیت هم ځنډولی او خبرداری یې ورکړی چې د چارو د دوام په صورت کې به له جدي چلن سره مخ شي. دې ډلې ټينګار کړی چې یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې کولای شي د اصولو په چوکاټ کې او د طالبانو د عدلیې وزارت څخه په رسمي جواز فعالیت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو له خوا پر سیاسي فعالیت له پرلپسې بندیز وروسته هم په ګڼو غونډو کې د خپل ګوند له بیرغ سره راڅرګند شوی او انځورونه یې د دغه ګونډ اړوندو ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي دي.
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو پرلپسې ګوتڅنډنو ته په غبرګون کې وايي چې له دې پرته له دغې ډلې د نور څه تمه نه شي کېدلای او په افغانستان کې دې سیاسي خوځښتونه ځانونه نه غولوي. د هغوی په خبره، د طالبانو ایډیالوژي او تفکر له سیاسي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او په باور یې، سیاسي فعالیت د یوې عصري، خوځندې او فعالې ټولنې له ځانګړنو څخه دی چې طالبان ورسره مخالف دي.
د هېواد یو اوسېدونکی جانمحمد احمدزاده له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «په یو هېواد کې سیاسي فعالیت د فکري بلوغ څرګندونه کوي او د هیواد په مهمو چارو کې د بېدارۍ او ګډون او د ځان ارادیت حق رابرسېره کوي.» د نوموړي په خبره، د طالبانو په «استبدادي» رژیم کې د خلکو د برخلیک او حاکمیت حق له منځه تللی او په وینا یې، له همدې کبله د طالبانو د واکمنۍ تر سېوري لاندې د سیاسي فعالیت تمه، له ځان غولونې پرته بل څه نه دي.
ورته مهال، په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت له بندیز وروسته له هېواد بهر یو شمېر سیاسي خوځښتونه جوړ شوي دي. دا سیاسي خوځښتونه چې غړي یې د پخواني حکومت چارواکي او د پوهنتون یو شمېر استادان دي، وايي چې طالبان د سیاست پر مډرنې لوبې باور نه لري او د هغوی له انده هر ډول سیاسي فعالیت د دغې ډلې له ایډیالوژۍ سره د دوښمنۍ په مانا دی. دغو سیاسي خوځښتونو پرلپسې ټينګار کړی چې که طالبانو سیاسي ګوندونو ته درناوی کړی وای، واکمني به یې د خلکو ګڼلی او په هېواد کې به سیاسي خبرواترو لپاره لار هواره شوې وای.
سربېره پر دې چې طالبانو په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی، د هر ډول مدني فعالیت ځواب یې په شکنجې، زندان او مرمیو ورکړی دی. په تېرو څه باندې دوه نیمو کالو کې یې د ښځو حقونو فعالان او معترضان نیولي او ربړولي او د ځينو مړي يې له څو میاشتني بند وروسته کورنیو ته سپارلي دي.
تازه د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سخت دریځه پالیسۍ نیوکه کړې او دا یې «ظالمانه او پر یو نسل سیسټماټیک برید» بللی دی. دغه سازمان ټينګار کړی چې طالبانو افغانستان د «نه جبرانېدونکې نابودۍ» څنډې پر لور رهي کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې له ډار پرته، په پراخه کچه بشري په ځانګړې ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړې دي. نوموړي سازمان ټينګار کړی چې طالبانو په سمبال شوې بڼه د بشري حقونو یو شمېر پلوي بنسټونه له منځه وړي دي. دغه راز په راپور کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او فعالان، هنرمندان او قومي او مذهبي لږکي له ګواښ سره مخ دي.