۸صبح، کابل: طالبانو د کاج په ښوونیز مرکز کې د چاودنې د تلفاتو لومړنۍ شمېرې اعلان کړې دي. د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ جمعه د تلې پر ۷ یوه ټویټ کې ویلي، چې پر کاج ښوونیز مرکز چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
خپاره شوي نوملړونه بیا ښیي، چې ۵۷ مړي او ټپیان یوازې د پېښې د ځای نږدې دوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي، چې ډېری یې نجونې زده کوونکې دي.
طالبانو له ښوونیزو مرکزونو غوښتي، چې په خپلو مرکزونو کې د پروګرامونو په اړه هغوی خبر کړي.
د دغې چاودنې ډول روښانه نه دی او د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د ویلو ده، چې تېرو درېیو کلونو کې دا د دویمه لویه چاودنه ده، چې د کابل په لوېدیځ کې یو روزنیز مرکز په نښه کوي.