۸صبح، کابل: د طالبانو د مالیې وزارت د دغه وزارت د کړنو په اړه کلنۍ راپور وړاندې کړی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت سه شنبه د وږي پر ۸ کابل کې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د تقاعد شویو کسانو پيسې ډېر ژر ورکوي.
د دغه وزارت په وینا، یو میلیارد افغانۍ متقاعدینو ته د ورکولو لپاره برابرې شوې او د تخنیکي ستونزو له هوارېدو سره سم به ووېشل شي.
د طالبانو د مالیې وزارت همداراز ویلي، چې په امریکا کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو طالبان نه بلکې عام وګړي له ستونزو سره مخ کړي.
د ویلو ده، چې سلګونه تقاعد شویو کارکوونکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کړي دي.