۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په هکله د ترویکا پلس ناسته د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په پای کې په روسیه کې ترسره کېږي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په اتمه نېټه ویلي چې دا ناسته به د امریکا، چین، روسیې او پاکستان په ګډون د مسکو په کوربتوب ترسره شي.
له دې مخکې د پرمختیايي ترویکا ناسته د روان کال د لړم په شلمه نېټه د پاکستان په کوربتوب په اسلام آباد کې ترسره شوې وه.
په هغه ناسته کې ددې سازمان غړو طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې.
دغه روسي چارواکي همداراز په راتلونکې ناسته کې طالبانو ته د بلنې خبره نه ده کړې.
د ویلو ده چې د طالبانو ویندویانو تراوسه ددغې ناستې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.