۸صبح، کابل: نن اسلامآباد کې د افغانستان په تړاو د ترویکا ناسته جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو چارسمبالي حکومت سره دې تعامل وکړي.
شاهمحمود قریشي نن پنجشنبې د لړم پر شلمه د ترویکا ناسته کې وویل، ښه به دا وي، چې د نړۍ هېوادونه دې د طالبانو له نوي جوړ شوي حکومت سره تعامل وکړي، ځکه هغوي له نړۍ سره د تعامل په لټه دي.
نوموړي زیاته کړه: «نه یوازې دا چې له افغانستان سره دې تعامل دوام وکړي، بلکې دا تعامل دې د بېلابېلو دلایلو له کبله لا زیات شي.»
هغه زیاته کړه، له نوي افغان حکومت سره د هېوادونو تعامل به د سولې او ثبات په ټینګښت، د پایداره اقتصادي پراختیا او په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د ځالو په محدودولو کې مرسته وکړي.
قریشي ویلي، هېڅوک افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه نه غواړي او همدارنګه څوک د دغه هېواد د اقتصادي پاشلتیا په لټه نه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د ناستې ګډونوال افغانستان کې دننه د تروریستي ډلو پر وړاندې د موثرې مبارزې لپاره چمتو دي.
قریشي زیاته کړې، د افغانستان په اړه ټول هېوادونه ګډې اندېښنې او ګټې لري او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات راوستل د ټولو مسوولیت دی.
نوموړي د افغانستان د اقتصادي پاشلتیا خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، وچکالۍ خلک ځپلي او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د نه دوام له کبله بنسټيزې پروژې بندې شوې دي.
هغه ویلي، په نورو هېوادونو کې د بهرنيو اسعارو کنګل شويو زېرمو ته د افغانستان لاسرسی به د اقتصادي فعاليتونو په بيا پيل او اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت له جوړېدو میاشتې تېرېږي، خو لا هم د پاکستان په ګډون یوه هېواد هم په رسمیت پېژندلی نه دی.