د نومبر شلمه چې د لړم میاشتې له ۲۹مې سره برابره ده په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. خو د نړۍ د ډېری برخو پرخلاف افغان ماشومان سختې شپې ورځې تېروي. د طالبانو له خوا د کابل سقوط ددې لامل شوی چې دغه ماشومان له لازیاتو زیانونو سره مخ شي. د مخکیني حکومت د زیات شمېر کارکوونکو وزګارېدل له یوې خوا او د نړیوالو محدودیتونو لګول له بله پلوه، په افغانستان کې د ماشومانو ژوند لاګران کړی دی.
ددې ترڅنګ چې له ډېرې مودې راهیسې په هېواد کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، د افغانستان د خلکو کورنی جوړښت داسې دی چې په هر تازه کړکېچ کې د ماشومانو ژوند له لازیات ګواښ سره مخ کېږي. د بېلګې په توګه، د کورنيو د سرپرستانو له وزګارېدو او د عوایدو له درېدو وروسته، په لومړي ګام کې غوره زده کړو او مناسبو خوړو ته د ماشومانو لاسرسی محدودېږي. په هغه صورت کې چې کورنۍ له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ شي، خپل ماشومان د کار لپاره بازارونو ته استوي. دوی په پېچلیو شرایطو کې بالاخره د نجونو له وخته مخکې ودولو او آن د ماشومانو پلورلو ته اړ کېږي.
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې کورنۍ د خپلو بچیانو مناسب ژوند او راتلونکي ته لږ پام کوي.
په وروستیو ورځو کې ډېر داسې موردونه لیدل شوي چې په افغانستان کې د ماشومانو د نامناسب وضعیت ښودنه کوي. د میلیونونه نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل، په ښارونو کې د کاریګرو ماشومانو زیاتوالی، د نامناسب اقتصادي وضعیت له امله د دوی پلورل او د وسله والو ډلو له خوا د دوی کارول هغه موردونه دي چې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ګواښي. همدا موردونه د دې لامل شوي چې له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» سږ کال په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د آبي پر ځای تور رنګ کاروي. ددغه بنسټ په باور، په افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام سره د ماشوم د نړیوالې ورځې لمانځل ګران کار دی.
په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه شمېرې زړه بوږنوونکې دي. همدا اوس څوارلس میلیونه ماشومان کافي خواړه نه لري، له دې ډلې یو میلیون یې له خوارځواکۍ سره مخ دي. د کابو څلور میلیونه نجونو ماشومانو ترڅنګ چې طالبان ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي، په ټول هېواد کې کابو څلور میلیونه نور ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري. دا یوازې د ماشومانو د زیانمنېدو بېلګې نه دي، په افغانستان کې ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ ترڅنګ، له شري ناروغۍ هم کړېږي. دا په داسې حال کې دي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې، افغانستان به له جدي روغتیايي ناروین سره مخ شي.
دغه وضعیت ته په پام سره، د افغان ماشومانو راتلونکی تیاره دی. دوی په داسې شرایطو کې چې باید په لازم ډول ورزول شي، دې ته اړ کېږي چې د کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو مسوولیت واخلي او د پیسو ترلاسه کولو لپاره سختو کارونو ته مخه کړي. جګړه او بې وزلي د دې لامل شوې چې دغه ماشومان آرام ژوند ونه لری. که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د افغان ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره د بېلابېلو سازمانونو له لوري هڅې شوې دي؛ خو دغو هڅو تراوسه د پام وړ پایلې نه دي لرلې.
لکه څنګه چې یونیسف وايي، د ماشومانو د ستونزو حل باید د افغانستان د ننګونو د اواري په لړ کې د نړیوالو هڅو چورلیز وي. دا هڅې باید په بېلابېلو برخو کې ترسره شي. په لومړي ګام کې باید افغانانو ته د ماشومانو په وړاندې د دوی د مسوولیتو په هکله پوهاوی ورکړل شي. ډېری افغان کورنۍ له هغو حقونو بې خبره دي چې د ماشومانو لپاره په پام کې نیول شوې دي. له همدې امله، دوی خپلو مسوولیتونو ته پام نه لري او دا بې پامي د ماشومانو لپاره ناوړه پایلې لري.
دوهم مورد ماشومانو ته د حکومتونو ښکاره بې پامي ده. د اشرف غني حکومت د ماشومانو د ژوند د ښه کولو لپاره روښانه پروګرام نه درلود. طالبانو چې اوس واک ترلاسه کړی، ددې ترڅنګ چې د وضعیت د ښه کولو لپاره کوم پروګرام نه لري، ماشومان یې په تېرو شلو کلونو کې له تر ټولو سختو شرایطو سره مخ کړي دي. ډېری وړکتونونه تړلي، کابو نیمایي ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري، بالاخره د بې وزلۍ زیاتوالی ددې لامل شوی چې ماشومان بازارونو او سختو کارونو ته مخه کړي. طالبان باید د ماشومانو په وړاندې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي. د افغانستان راتلونکی په دغو ماشومانو پورې تړلی او د دوی د راتلونکي په اړه هر ډول ناغېړي، هېواد له جدي ننګونو سره مخامخ کوي.
بالاخره نړیواله ټولنه او له ماشومانو ملاتړي بنسټونه باید د افغان ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره له ټولو فرصتونو ګټه پورته کړي.
اړتیا ده چې دوی په اوسنيو شرایطو کې چټکې هڅې وکړي او د ماشومانو لپاره شرایط بدل کړي. که د افغان ماشومانو وضعیت په همدې دول دوام وکړي او دوی د هېواد د شرایطو لومړني قربانیان وي، بې له شکه به یې راتلونکی تیاره وي او دغه تیاره به د افغانستان پر راتلونکي سیوری وغوړوي. د افغان ماشومانو وضعیت بدلون ته اړتیا لري او باید له هرې مکمنې لارې او اوزار په کارولو دا چاره ترسره شي.