د ۸صبح پښتو مجلې وېبسايټ پر لیکه شو

۸صبح، کابل: د‌ ۸صبح پښتو مجلې وېبسايټ په فعالیت پیل وکړ. له دې وروسته مخاطبين کولی شي چې د ۸صبح پښتو مجلې ټول مطالب په دې وېبسايټ (https://8am.af/ps/) کې ولولي.

د ۸صبح ورځپاڼې پښتو نشرات د مجلې په چوکاټ کې د روان کال د زمري په ۲۸مه نېټه پيل شوه. د ۸صبح مجله په ۲۴ مخونو کې د ډول ډول سياسي، کلتوري او ټولنيزو مطالبو په لرلو سره خپرېږي. د ۸صبح پښتو مجله په اونۍ کې يو ځل هره شنبه چاپ کېږي او د هېواد په مختلفو سیمو کې وېشل کېږي.

د ۸صبح ورځپاڼه په فارسي ژبه کې د هېواد په کچه ترټولو ډېر پوښښ لرونکې ورځپاڼه ده چې د ۱۳۸۶ کال په غبرګولي مياشت کې د يو شمېر مطرحو ورځپاڼې چلوونکو او د بشري حقونو فعالينو لخوا يې بنسټ کېښودل شو ترڅو وشي کولی د ډيموکراسۍ او د سیاسي بهيرونو په وده کې اغېزمن واوسي.

۸صبح د پېښو په خبري او تحلیلي تګلارو او په سياسي او ټولنيزو برخو کې د خلکو ترمنځ د خبرو اترو د زمينو په رامنځته کولو سره وتوانېد چې خپل ځان ثابت کړي.

د ۸صبح مجله د ۸صبح ورځپاڼې سره په ورته تګلارې سره، هوډ لري چې له ډيموکراتيکو بنسټونو او بهيرونو او بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي او د عدالت په برخه کې د قربانیانو په غږ واوړي.

تمه ده چې ډېر ژر د ۸صبح ورځپاڼې وېبسايټ په انګليسي ژبه هم فعال شي.

ورته لیکنې

Back to top button